د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

د وزيرانو استيضاح او پر عامه وژنو د خلکو چوپتيا


ولسي جرګې په وروستیو کې د ۱۱ وزیرانو د استیضاح کولو پرېکړه وکړه ځکه چې هغوی لږه انکشافي بودجه مصرف کړې وه.
وروسته یې د دوی له منځه څلور وزیران له استیضاح کولو معاف کړل ځکه چې هغوی د وزارت چوکۍ د ۱۳۹۰ مالي کال په نیمايي کې ترلاسه کړې وه.
پر وزیرانو د دې لپاره فشار راوړل چې انکشافي بودجه مصرف کړي، څه ګټه لري او څه تاوان؟
په دوهم ساعت کې په دې بحث کوو چې ولي عام خلک، ګوندونه، شخصیتونه او ټولنې په ډله ییزو وژنو عموماً خوله پټوي. په حملو کې ډېر ملکیان وژل کېږي خو ډېر کم داسي شوي چې خلکو دې عکس العمل ښودلی وي.
تېره اوونۍ په فراه کې تر پنځوسو زیات افغانان ووژل شول چې لوی اکثریت یې د ملکیانو وو. تر دې مخکې په خوست کې اته ماشومان په ځانمرګي برید کې وژل شوي ول.
نن په زابل کې یو ډاکتر ووژل شو، پرون د پروان په شینوارو کې دوه زده کوونکي ووژل شول. او په دې ترتیب دا لړۍ دوام لري.
خو نه چا مظاهره وکړه او نه یې غونډه جوړه کړه چې ولي باید افغانان په دې بې رحمۍ ووژل شي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:17 0:00
مستقیم لېنک

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:28:47 0:00
مستقیم لېنک
د لومړي ساعت مېلمانه :
د ولسي جرګې د مالي، بودجې، بانکونو او عمومي محاسبو د کمیسون غړی صدیق احمد عثماني
د اقتصادي مسایلو کارپوه اجمل سهیل
په دوهم ساعت کې:
د افغانستان د اسلامي اخوت شورا غړی ډاکتر محمد حسین جعفري
د مدني ټولنې فعال اجمل بلوچ
XS
SM
MD
LG