د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

"خدای خبر چې ژورنالیست شم!"


په کابل پوهنتون کې د ژورنالیزم پوهنځی په ۱۳۴۰ کال د یوه ډيپارټمنټ په بڼه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په چوکاټ کې تاسیس شو، په ۱۳۵۹ کال له ژبو او ادبیاتو پوهنځي رابېل او په ټولنیزو علومو پوهنځي پورې بیا هم د یوه ډيپارټمنټ په بڼه وتړل شو، چې بلاخر په ۱۳۶۵ کال یو مستقل پوهنځی شو.

دغه پوهنځی دوه ډيپارټمنټه (مطبوعات او راډيو تلویزن) لري. چې د لومړي او دوهم ټولګي محصلین یې عمومي زده کړې کوي او وروستي دوه ټولګي یې په اختصاصي ډول یا د مطبوعاتو ډيپارټمنټ لولي او یا هم د راډيو تلويزون.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:35 0:00
مستقیم لېنک


بېت الله حمیدي د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي د مطبوعاتو ډيپارټمنټ د څلورم کال محصل دی وايي، چې د چپټرونو منځپانګه خو څه، چې یوازې د نوټونو پر فوټوکاپۍ یې لس کاله اوښتي، دی د هغه چپټر یادونه کوي، چې په ۱۳۸۱ کې چاپ شوی او په ۱۳۹۰ کال یاني کابو لس کاله وروسته پکې هغه درس لوسته.

حمیدي زیاتوي، چې یوه راډيو لرو، خو په ورځ کې څلور ساعته خپرونې لري، نو چا چا ته به پکې د عملي کار کولو وار ور ورسیږي؟ وايي زموږ پوهنځی یوه مجله هم لري، چې یوازې د استادانو لیکنې پکې خپريږي، د محصلینو لیکنې پکې ځکه نه خپریږي، چې کمزوري وي، دا کمزورې لیکنې موږ چېرې اصلاح کړو!؟

د حمیدي له خبرو وروسته مې د پوهنتون راډیو سټوډيو پېدا کړه، د سټوډيو پر دیوالونو څو ځایه د احمدظاهر عکسونه نښلول شوي وو، د کوټې په منځ کې پر یو لوی میز دوه کمپيوټرونه، لاوډ سپيکر، یو میکسر او دوه مایکونه ښکاریدل، پکې ناست یو کس وویل، چې د سهار له ۹ تر ۱۱ او د مازدیګر له ۴ تر ۶ خپرونې لرو، زما ساعت کې څه کم یوولس بجې وې، ما ویل اوس څنګه خپرونې نشته، ویل یې دا څه موده خپرونې نه لرو. بیا یې يوه پخوانۍ خپرونه راته چالانه کړه.

په پوهنتون کې د مرکو پر مهال مې یو ځوان ولید، زیړبخون ويښتان یې په منځ اړولي وو، په لاس کې نیولي چپټر پیراګرافونه یې ځای ځای په سرو شنو رنګونو په نښه کړي وو، کله به یې چپټر مخ ته ونیو او کله به یې په لاسونو کې شاته ټول کړ، سترګې به یې پټې کړې او يو څه به یې له ځانه سره تکرارول، یو څو شیبې ورته حلوه کې اغزی شوم، نوم یې ګل احمد و، د ژورنالیزم پوهنځي د دوهم کال محصل و، ویل یې، فکر مې کاوه یو ښه ژورنالیست به شم، خو دلته مې چې درسونه ولیدل، فکر نه کوم چې خپل ارمان ته به ورسیږم.

خدای زده ګل احمد به زما لپاره ویل که څنګه، خو ویل یې، چې غوښتل مې د آزادۍ راډيو یوه ژورنالیست او یا د ځينو نورو نړېوالو رسنیو ژورنالیستانو په څېر شم، ځکه اوس هم ځينې نورې رسنۍ تعقیبوم، چې يو څه ترې زده کړم، خو اوس فکر کوم، چې یوازې ډپلوم به واخلم او بس... دی وايي، چې ښايي له فارغیدو وروسته په کومه بله برخه کې کار وکړم.

بیت الله حمیدي هماغه ځوان دی، چې په سر کې یې د لس کاله پخواني چپټر خبره وکړه، ډک زړه یې ښه راته تش کړ، ویل یې دلته د مضامینو په منځ کې فرق نه کیږي، ممکن یو هغه مضمون چې زموږ مسلک دی لږ ولولو او یو بل مضمون ډیر.

ارزو نورستانۍ د نوموړي پوهنځي د څلورم کال محصله ده، هغه هم له ښوونکو او هم له درسونو راضي ده، خو وايي چې هيڅ ډول عملي کارونه نه لرو.

نګینه او ناهيره ستانکزۍ دواړه سږ کال د ژورنالیزم پوهنځي دوهم کال ته بریالۍ شوي، دوی دواړه له خپلو درسونو او عملي کارونو راضي دي او د دې لپاره چې پخپله برخه کې لا پرمختګ وکړي، يوازې د پوهنتون پر درسونو بسنه نه کوي.

پوهنیار شفیق وردګ د کابل پوهنتون ژورنالیزم پوهنځي کې مطالعات او اداره او د ژورنالیزم اخلاق تدریسوي، دی وايي چې له تېرو لسو کلونو ډير بدلونونه راغلي، خو محصلین باید يوازې استادان او سیستم ګرم نه کړي، بلکې باید پخپله هم کار وکړي. هغه ژورنالیزم یو ژوندی مسلک بولي او وايي چې باید هر مثال یې تازه او نوی واوسي، دی د هغه نوي چپټر یادونه هم کوي، چې په دې وروستیو کې یې خپلو زده کوونکو ته له بېلا بېلو ژبو تازه او نوي مالومات راټول کړي او اوس یې په ټولګي کې تدریسوي.

پوهنمل جاویده احمدي د ژورنالیزم پوهنځي (د ريئس) مرستیاله ده، هغه د نوټونو، چپټرونو او د تدریس د زړښت خبره نه مني او وايي، چې د امریکال له نبراسکا پوهنتون څخه یې ځینې درسي مواد پخپل کریکولم کې شامل کړي دي او پر ځینو یې کار روان دی.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند عبدالعظيم نوربخش هم وايي، چې اوس یې نوی کریکولم رامنځ ته کړی، چې سږکال به تطبیق شي او همدا راز وايي، چې د ژورنالیزم پوهنځي لپاره یې یو شمېر ميډيا سنټرونه، راډيوګانې او ځینې نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

جاویده احمدي که یو خوا وايي، چې ستونځې یوازې ژورنالیزم پوهنځی نه بلکې عمومي پوهنتونونه لري، نو بلخوا پر لوړو زده کړو وزارت نیوکه کوي، چې دوی د کیفیت پر ځای پر کیميت فکر کوي او زیاتوي، چې وسایل نه وي، نو نوښت به له کومه شي.

نوربخش بیا د دې خبرو په ځواب کې وايي، چې د نیوکو پر ځای باید استادان خپل درسونه ښه کړي او زیاتوي، چې د لوړو زده کړو وزارت هم له خپل وس او توان سره سم کار کوي، چې تر دې دمه یې ډیر کار کړی.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:35 0:00
مستقیم لېنک


تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.
XS
SM
MD
LG