لطیفه عزیزي ګیله منه ده:
ستاره افغان د ځوانو سندرغاړو د هغې کلنۍ سیالۍ نوم دی، چې په کابل کې د یوه خصوصي ټلویزون له خوا له تېرو ۸ کلونو راهیسې جوړیږي.
له بېلابېلو پړاوونو وروسته ۱۳ ګډونوال غوره کیږي، چې بیا ورو ورو د ایس ایم ایس په مرسته د ډیرو رایو ګټونکي یو ته د ستاره افغان (افغان ستوری) لقب ورکول کیږي. په دغو تېرو ۸ سیالیو کې تر اوسه یوه ښځينه سندرغاړې هم په دې نده توانیدلی، چې لومړۍ مقام وګټي.
۱۷ کلنه لطیفه عزیزي د مزارشریف د شیراباد ښار د ترکمنیه کلي ده، چې په دغه سیالۍ کې یې څلورم مقام خپل کړ، وايي له ماشومتوبه مې له ځانه سره سندرې زمزمه کولې او غوښتل مې په نوموړې سیالۍ کې ګډون وکړم، لطیفه وايي، چې د دې سیالۍ لپاره مې ښوونځی په ۹ ټولګي کې پریښود، ما ویل خپل ارمان ته به ورسیږم، خو ونه رسیدم.
لطیفه عزيزي ترکمنه ده، هغه وايي، چې زموږ په ټول قوم کې کوم سندرغاړی نه و، ما غوښتل زه به شم... خو کله چې زموږ خپل خپلوان زما له دغه کاره خبر شول، موږ سره یې اړیکه پرې کړه، لطیفه له داورانو او ځینو سیالانو هم خفه ده، چې له دې سره یې ښه چلند نه کاوه، توهینوله یې او رایې یې ورنه غلا کولې.هغه د دې سیالۍ جوړونکي تلویزون له ادارې هم ګیله منه ده، همدا راز د خپلې یوې مینه والې کونډې خياطې کیسه کوي، چې په خپله مجبورۍ او نیستۍ کې به یې هغې ته د دې لپاره رایه ورکوله، چې دا ځل یوه نجلۍ بریالۍ شي.لطیفه عزیزي وايي، چې که څه هم ځينې کمزورۍ لرم، خو هڅه کوم او په ځان دومره باور لرم، چې یوه ورځ خلکو ته وښيم، هيڅوک چې تر څو ونه ښوویږي منزل ته نشي رسیدای.
سیګرټ وړه نشه نده!
چرسي او پوډري ته زموږ په ټولنه کې خلک په ښه سترګه نه ګوري، خو سیګرټيان په حجرو، پيتاو او خپلو کورنو کې ازاد او هغه د چا خبره سرې سترګې له سیګرټو دود اوباسي.
ځوانان که یو خوا په فلمونو کې سیګرټي فلمي ستوري ګوري، سیګرټ څکولو ته هڅيږي او بل خوا چې خپلو ځینو مشرانو او یا همځولو سره په ګوتو کې سیګرټ ويني، نو زړه یې ورته کیږي.
۱۹ کلن نظیف له څو کلونو راهیسې سیګرټ څکوي. دی وايي، چې په ښو ښو موټرو کې به مې چې د خلکو په لاس کې سیګرټ لیده، نو ما ته به یې هم خوند راکاوه، چې کله به مې څکاوه، نو ځان به د لوی تجار غوندې راته ښکاری ده.
ونیسه یو دم وواهه، په کیسه کې یې مه کیږه، دنیا پنځه ورځې ده.. دا خبرې حبیب الله ته خپلو ملګرو کولې او په سیګرټو یې اموخته کاوه. څه وايي، له چا سره چې اوسې، په خوی به د هغو سې... حبیب الله اخر هم د خپلو ملګرو په خوی شو.
نظیف وايي، چې له سیګرټ څکولو مخکې روغ و جوړ وم، کومه ناروغي مې نه لرله، خو اوس ډیر ستړیږم او سینه مې هم سوځیږي.
تمباکو مضر مواد لري، چې له عمله یې بېلا بېلې ناروغۍ پېدا کیږي، سیګرټ څکول ښايي ځینو ته ډیره معمولي نشه ښکاره شي، خو که فکر وشي، نو همدغه نشه د لویو نشو بنیاد یا پیل ګڼلی شو، دا خبرې د داخله ناروغیو ډاکټر احسان الله درمل کوي او زیاتوي، چې د سیګرټ څکولو تاوانونه یوازې سیګرټ څکوونکي ته نه بلکې نورو عادي خلکو ته چې له لوګي سره یې مخ دي، هم رسیږي.
ځينې خلک فکر کوي، چې سیګرټ څکول یې غم یا په اصطلاح پام غلطوي، ډاکټر درمل وايي، چې په اصل کې سیګرټ څکول د دوی غم او پام نه غلطوي، بلکې یو څو شېبې کاذبه خوښي ورکوي او وروسته بیا همدغه کار ته پناه وړي.
درمل وايي، چې له سیګرټ څکولو د منع کیدو لپاره باید له ډاکټر سره مشوره وشي، دی ژاولې او ځينې نور مواد یادوي، چې له سیګرټو پرې منع کیدلی شي.
د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO د مالوماتو له مخې هر کال په نړۍ کې کابو ۶ میلیونه وګړي د تمباکو له کارولو مري، چې له ۵ میلونو زیات یې پخپله کاروونکي دي او له ۶ لکو ډير نور یې هغه کسان دي، چې سیګرټ نه څکوي، خو له دود سره یې مخ دي. دوی وآيي، چې که چېرې دا حالت همداسې روان وي، نو تمباکو به تر ۲۰۳۰ د کال ۸ میلیونه وګړي ووژني. چې په ۲۰ پېړۍ کې یې ۱۰۰ میلیونه خلک وژلي دي.
تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې د هرې شنبې په ورځ ۲:۴۵ او دوشنبې تنکۍ غرمه ۱۰:۴۵ له ازادۍ راډیو خپریږي.