د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

دا ځيني ښوونکي ولې د زده کوونکو زړه له زده کړو ور توروي؟


اوس چې د تعلیمي کال پیل دي نو ګڼ شمېر زده کوونکي یا په خپله خوښه او یا هم د کورنۍ په تشویق ښونځیو ته ځي، که چیرې ښوونکي له زده کونکو سره د خپل اولاد په څیر چلند وکړي او زده کونکي هم د هغوي درناوی ولري نو د ښوونځي فضا به ډیر ښه او له خوښیو ډکه وي، بیا به هیڅ زده کوونکی په جبري توګه ښوونځي ته نه ځي، لیک لوست به په ډیره مینه زده کوي، تجربو ښودلې کله چې په یوه کار کې مینه او علاقه وي هغه بیا کامیابه هم وي، خو له بده مرغه په ځینو ښوونځیو کې لیدل کیږي چې ښوونکی زده کوونکي داسې وهي چې له درس نه زړه ور تور کړي، بیا هغوي ته ښوونځي چې د زده کړې او پوهې ځای دی له زندان نه هم بد ښکاري.

هغه زده کوونکی، چې په ښوونځیو کې وهل کیږي ځینې یې بیا مکتب پریږدي چې دا کار یې راتلونکی ته ډیر تاوان رسوي، په اکثره کورنیو کې بیا مور پلار هم په ماشومانو فشار راولي چې که ښوونځي کې هر ډول حالت تیروي باید ورشي د بګرامیو اوسیدونکی مجید وایي، چې د همدې لپاره خو د هغه زوی له کور نه د ښوونځي په بهانه ټول وخت کوڅو کې تیراوو.

لیکونکې- فرشته مرسل
هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:14:10 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG