د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

ټوکې مې کولې خو له ټوکو نه ریښتیا شوه!


که غم د انسان زړه ځپي؛ نو خندا او خوشالي د انسان روح پالي او ژوند ته سېکه ورکوي. موږ ځوانان په مجلسونو کې له یوه بل سره خاندو او ټوکې ټکالې کوو، خو ځینې ملګري په یوه بل پورې ټوکې جوړوي، چې کله کله یې تر منځ خفګان او زړه بدون رامنځ ته کیږي.

نن د همدې موضوع تر څنګ له ځینو داسې کسب کاره ځوانانو سره هم خبرې کوو، چې له زده کړې پاتې وو، حساب کتاب یې لیک لوست زده کړی او خپل کارونه یې ځانونو ته اسانه کړي دي.

منو، چې د ځوانانو مزاج شوخ وي او شوخي خوښوي، خو متل دی وايي، خندی د غاړې غړوندی دی. یاني په بل پورې خندل په ځان پورې خندل دي، ځکه د یو چا مسخره کول د نورو په نظر کې د تا شخصيت هم ټيټ راولي. کله کله دغه ټوکې هغه څه وايي، چې ټوکې مې کولې، خو له ټوکو نه ریښتیا شوه... ریښتیا کیږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:07 0:00
مستقیم لېنک




ځینې وختونه ملګري پخپل منځ کې ټوکې ټکالې سره کوي، خو دې ته یې پام نه وي، چې ښايي مقابل ملګری توهين یا تحقیر کړي.سعید زابلی د زابل دی، هغه وايي، چې کله کله ملګري په ګپ شپ یا په ټوکو ټوکو یو بل ته عجیب عجیب نومونه اخلي، چې په ځينو کسانو پورې هغه نومونه نښلي او تر ډیره یې خلک په هماغه نوم یادوي او مسخره کوي یې، چې باید داسې خبرو ته پام وشي.

یاسین امین د وردګ ولایت اوسیدونکی ځوان دی، دی وايي، چې داسې تحقیر امیزه ټوکې يوازې د ځوانانو په مجلسونو کې ندي، بلکې د موبایل له لارې په مسیجونو او د انټرنټ له لارې په فیس بک کې هم په ځینو قومونو پسې ټوکې تړل کیږي او د هغوی سپکوی پکې کیږي.

د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي ځوان استاد اجمل ښکلی وايي، چې ملګري باید د یوه بل د شخصيت د لوړاوي هڅه وکړي، نه دا چې د ټوکو ټکالو او مسخرو په کولو سره د هغه شخصیت زیانمن کړي.

د نالوستي ژوند بل منګه وي!

وايي، چې خندا د ژوند مالګه ده، خو دا خبره به مو ډیره اوریدلي وي، چې وايي نالوستی یا بې سواده په مثال د ړانده دی. نو ویلی شو، چې له لیک لوست پرته هم ژوند بل منګه دی.

یو حدیث شریف دی وايي، چې له زانګو تر ګوره علم تر لاسه کړه، خو زموږ ځینې هغه ځوانان چې له لیک لوسته پاتې شوي او اوس یې عمر ښوونځي ته د تګ نه دی، په دې شرمیږي، چې درس ووايي، لیک او لوست زده کړي.

فکر کوي، چې اوبه له ورخه تېرې دي، خو که هڅه وکړه، همت وکړي او یو څه ځان لیک لوست ته مجبور کړي، نو دا له ورخه تېرې اوبه راګرځولی شي. محمد صابر هم له همداسې څو ځوانانو یو دی، دوکاندار دی، چې عمر یې ۲۵ ته رسېدلی، خو درس یې اوس له الفه پېل کړی.

لیک لوست او زده کړه، د هر چا په خېر ده، که څوک د محمد صابر په څېر دوکاندار وي، که څوک ترکاڼ، مستري، رنګمال او کوم بل کسب کار وي او که څوک د محمود په څېر یو دهقان یا باغوان وي. محمود د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسیدونکی ځوان دی، په ماشومتوب کې یې یوه ذهني ناروغي لرله، ځکه له لیک لوسته پآتې شو، خو له هغه راهيسې چې له خپلې ناروغۍ خاطر جمه شوی، لیک لوست یې پېل کړی.

محمود وايي، چې باغداري کوم، د مڼو باغ لرم، خو لیک لوست مې نه و زده، نورو به د حساب کتاب په لیکلو کې راسره مرسته کوله، بې پښو بې لاسو وم، خو اوس مې چې لیک لوست زده کړی، خپل ټول حساب کتاب په خپله کوم.

په کابل کې (سواد ښوونيز مرکز) ته ورغلم، چې همداسې له لیک لوسته پاتې ځوانانو ته سواد ورزده کوي، له محمد صابر او محمود سره هم هماغلته اشنا شوم. فرح ناز په نوموړي مرکز کې ښوونکې ده، وايي، چې زما په شاګردانو کې داسې ځوانان شته، چې څوک لاسي کراچي لري، څوک ترکاري پلوري او څوک دوکانداران دي، خوشاله ده، چې دوی په ډېره مینه درس وايي او ډیر ښه درک لري.

ګل محمد اریوبي چې د سواد مرکز مسؤل دی، وايي چې له لیک لوست سره د دوی د زده کوونکو په ژوند کې ډیر تغیر راغلی، هغه نیمګړتیا چې پخوا یې لرله اوس یې نه لري او له خپل ژونده ډیر خوشاله دي.

چمتو کوونکی: نورګل شفق جوړوي
XS
SM
MD
LG