د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

کرزی په خپلو د امریکا ضد څرګندونو ټینګار کوي


والسټریټ ژورنال ورځپاڼه په وروستۍ ګڼه کې کرزی په خپلو د امریکا ضد څرګندونو ټینګار کوي، ترسرلیک لاندې لیکي، افغان ولسمشر حامد کرزي د سې شنبې په ورځ هلمند ولایت ته په سفر کې یو ځل بیا د امریکا ضد څرګندونې تکرار کړې چې ویلي و، د افغانستان په نا ارامیو کې امریکا او طالبان دواړه لاس لري.

ولسمشر کرزي د یکشنبې په ورځ د امریکا د دفاع له وزیر چک هیګل سره تر کتنې وروسته وویل، چې طالبان د امریکا لپاره خدمت کوي، بې ګناه ملکي افغانان وژني.

امریکایي ملکي او پوځي چارواکو د کرزي دغه څرګندونې په کلکه رد کړي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، په کابل کې د امریکا سفیر جیمز کننګهام د دوشنبې په ورځ وویل، هغه مفکوره چې ګواکې موږ به له طالبانو سره معامله کوو، د ا د هر هغه څه پر ضد دي چې موږ دلته ترسره کړي دي.

د ورځپاڼې په وینا د کرزي دا څرګندونې هغه خبرې اترې له ګوښ سره مخامخ کوي، چې له ۲۰۱۴ م کال وروسته په دې هېواد کې د امریکا د پوځي حضور پر څرنګوالي څرخي.

والسټریټ ژورنال ورځپاڼه په واشنګټن کې د امیرکن پروګرس د مرکزد یوه کارکونکي براین کاتولیس د خبرو په حواله لیکي، چې ویلي یې دي، کرزی د نازکویخونو پر سرلوبه کوي، د بارک اوباما اداره غواړي د افغانستان اوږد مهاله ملاتړ وکړي، خو دا ډول څرګندونې دوی ته دا ګرانوي چې له افغانستان سره د اوږد مهاله همکاریو لپاره امریکایانو او د دې هېواد کانګرس ته قناعت ورکړي.

ګارډین:

بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې پر یوې بلې موضوع لیکنه خپره کړې او لیکي چې طالبان ماشومانو ته د پولیو د واکسین مخه نیسي.

د نورستان والي تمیم نورستاني چې ولایت یې له پاکستان سره ګډه پوله لري، ګارډین ته ویلي، چې هغو طالبانو چې په یو شمېر لیرې پرتوغرنیو سیمو کې نفوذ لري، ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو پر ضد د کلني واکسین مخه نیولې، روغتایي کارکونکي نه پریږدي چې هغه ماشومان چې اړتیا لري، واکسین کړي.

د نورستان د والي په وینا د وایګل پرولسوالۍ له درې کالو راهیسې طالبان واکمن دي، تیرو دوکلونو کې ماشومانو ته د واکسین کمپاین عملي شوی و خو سږکال طالبانودغه کمپاین بند کړی دی.

ګارډین ورځپاڼه د والي له قوله زیاتوي چې وایي، په نورګل ولسوالۍ کې هم په دې برخه کې ستونزې موجودې دي او هغه پاکستاني طالبان به چې په خپلو سیمو کې یې درې ځلې ماشومانو ته د پولیو د واکسین مخه نیولې وه، ښایي پرافغان طالبانو هم فشارراوړي چې دوی هم ورته کاروکړي.

ورځپاڼه د ملګروملتونو د ادارې له قوله چې په افغانستان کې د واکسین د دغه کمپاین چارې تنظیموي، لیکې چې وایي، په ټول افغانستان کې طالبانو روغتیایي کارکونکي له دې نه دی منع کړي چې ماشومانوته د پولیوواکسین ورکړي.
XS
SM
MD
LG