د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

ځوان فلم جوړوونکي


نن مو له داسې شپږو وړو فلمونو خبروو، چې پخپله افغانو ځوانانو جوړ کړي دي، په کابل کې هم نندارې ته وړاندې شول او په ځينو اروپايي هېوادونو کې به هم نندارې ته وړاندې شي.

د بریتانیې کلتوري او روزنيز مرکز (برټش کونسل) د پوهنې، لوړو زده کړو، ټولنیزو چارو، ارټ او کلتور په برخه کې ځوانان روزي.

دوی په ځانګړي ډول د ارټ او کلتور په برخه کې هغه ځوانان چې له فلم جوړونې سره څه نا څه بلد واوسي؛ روزي، چې له تېر کال راهيسې یې له ۴۰ تر ۵۰ فلم جوړونکي ځوانان چې ۱۵ یې نجونې دي، روزلي دي.

له برټش کونسل سره د فلم جوړولو په برخه کې همکار او روزونکی جاوید تایمن، چې په فلم جوړونه (ډایریکشن) کې یې په فرانسه کې ماسټري کړې، د دغه روزنیز مرکز په اړه وايي، چې دوه کاله پخوا له دوی سره د ګوتو په شمېر یو څو ځوانان وو، خو اوس یې شمېر پنځوسو ته رسېدلی، چې په نړېواله کچه یې د فلم جوړول زده کړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:03 0:00
مستقیم لېنک

اسما ابراهیمي، جمیل جارا او سید مسعود اسلامي د دغه مرکز د زده کوونکو له ډلې دي، چې د فلم جوړولو په برخه کې روزل شوي دي؛ دوی وايي، چې له فلم جوړولو سره یې علاقه وه، خو د عملي کار لپاره د برټش کونسل د فلم جوړونې له برخې سره یو ځای شول، چې اوس یې هر یو د فلم کیسې (سناریو) لیکنې تر څنګ له بېلا بېلو تخنیکي برخو سره هم بلد شوي.

جاوید تایمن وايي، چې په افغانستان کې اوسني جوړیدونکي فلمونه له حقیقته یو څه لرې وي؛ خو دوی په دغو شپږو واړو فلمونو کې، چې په افغانستان کې له ۲۰۰۲ تر ۲۰۱۴ د سیاسي تحولاتو په اړه دي، هڅه کړې، چې حقیقت ته ډیر نږدې واوسي.

دغه شپږ واړه فلمونه، چې له ۱۰ تر ۱۵ دقیقو وو، څو ورځې وړاندې په افغان فلم کې نندارې ته وړاندې شول؛ زه هم ورغلی وم، له شپږو یې څلور فلمونه له ۲۰۱۴ کاله د خلکو د ویرې په اړه وو. په یوه فلم کې یوه پلار خپله نابالغه لور یوه سپين ږیري ته د ډیرو پیسو په بدل کې ځکه ورکړه، چې غوښتل یې له ۲۰۱۴ کاله وړاندې ځان له هېواده اوباسي.

یو بل فلم د یوې ژورنالیستې نجلۍ پر ژوند او تشویشونو جوړ شوی و، چې له ۲۰۱۴ وړاندې به خپله دنده له لاسه ورکوي، په هېواد کې به بیا کورنۍ جګړې پېلیږي او د دې کورنۍ به له منځه ځي. په دوی کې یو فلم (امیر او سارا) نومیده، اول ځل و، داسې فلم مې لیده، چې ټول ممثلین یې ړانده وو او د ژوند ټول کارونه یې په ړندو سترګو کول، ناڅاپه یو پکې بینا شو، خو وروسته ولې مجبور شو، چې ځان بېرته ړوند کړي، د همدغه فلم جوړونکی سید جلال حسیني وايي:

"دا فلم د یوه داسې ښار په اړه و، چې خلک یې ړانده ندي، خو ټول په پټو سترګو ژوند کوي، په دې ځان نه خبروي، چې حقيقت څه شی دی، په دوی کې یې یو له یوې پېښې سره مخ کیږي او سترګې یې غړیږي، دی هڅه کوي، چې د ښار نور خلک په ځانګړي ډول خپله میرمن هم بینا کړي او سترګې یې خلاصې کړي. خو پوهیږي، چې که هر څومره هڅه وکړي، خو بیا هم دغه کار ډير سخت دی، نو بیرته خپلې سترګې هم ړندوي.

دغه فلم باندې مې ځکه کار وکړ، چې ډیر خلک راغلي، زموږ د خلکو سترګې یې پټې کړي دي، ما غوښتل دوی ته وروښيم، چې سترګې مو خلاصې کړئ او له خپلو سترګو نړۍ ته وګورئ، نه د نورو له سترګو، او ویې پوهوم، چې ژوند دومره بد ندی، لکه دوی ته چې څومره بد ښکاري. ډير خوشاله یم، چې د خپل زړه درد مې په دغه فلم کې رابهر کړ."


د فلمونو دې نندارې ته د فلم جوړونې برخې ګڼ کسان ناست وو، چې د فلمونو له کتلو وروسته پرې د ټولو لخوا نقد پېل شو، له ننداره کوونکو یې ډیر په دې نظر وو، چې په دغو فلمونو کې خلک له ۲۰۱۴ ډیر ویرول شوي دي او ډیره منفي ګرايي پکې شوې، چې اصلاً زموږ خلک هغومره ویره، چې په دغو فلمونو کې ترسترګو کیږي، نه لري.

ګل مکۍ شاه چې له نندارچیانو یوه وه، پخپله هم د تیاتر، ډرامې او فلمونو په برخه کې تجربه لري، ورته نظر لري او زیاتوي، چې دوی باید مثبت څه هم پکې ځای کړي وای.

یو بل نندارچي او د افغان فلم کارکوونکي میراغا بیا وايي، چې د فلمونو جوړښت له هره پلوه ډير ښه و.

د دغو شپږو فلمونو د جوړونکو پر وینا دوی هر یوه ته د فلم جوړولو لپآره له پنځو ورځو کم وخت ورکړل شوی و، چې په ډیرو کمو وسایلو سره د فلمونو پر جوړولو بریالي شول. د افغان فلم مشر محمد ابراهیم عارفي هم وايي، چې په دومره کم وخت کې د داسې باکیفیته فلمونو جوړول د افغاني سينما لپاره یو لوی پرمختګ دی، دی نورو افغانو فلم جوړونکو ته د دغو ځوانانو کار د یوه مثال په ډول یادوي او وايي،چې که کار ښه او باکیفیته وشي، نو هرکلی یې هم هماغسې ښه کیږي.

جاوید تایمن وايي، چې دغه شپږ واړه فلمونه به په ځينو اروپايي هیوادونو کې هم نندارې ته وړاندې شي، د خپل یوه فلم، چې څو جایزې یې ګټلې وې، له یادولو سره وايي، چې دغه فلمونه به هم ښې لاس ته راوړنې ولري.

باید ووایو، چې دغه شپږ واړه فلمونه په دري ژبه وو او د انګریزي ژبې ژباړه هم ورسره لېکل شوې وه.


جوړوونکی: نورګل شفق
XS
SM
MD
LG