د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۳ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۵۸

د پیسو سپما یعنې د اقتصادي ستونزو مخینوی


د افغانستان اکثره خلک ډیرکم عاید لري، دومره څه ګټي، چې سم له لاسه یې مصرف کړي، د غم او ښادۍ په وخت کې دې ته حیران وي؛ چې پیسې له کومه کړي، له چا یې وغواړي؟ د همدې ستونزې د حل لپاره په ځینو سیمو کې څو کسان سره یو ځای کیږي او دې پریکړې ته رسیږي چې هره میاشت به یو څه پیسې د سپما په توګه سره ټولوي او ساتي به یې، له دې پیسو به بیا د ضرورت په وخت کې کار اخلي.

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:14:09 0:00
مستقیم لېنک

که چیرې هغه کسان چې بې وزلي دي له مخکې نه پیسې سره ټولې نه کړي، نو د اړتیا په وخت کې قرض کوي، چې دا کار هم سخت دی.

په ځینو سیمو کې بیا خلک پیسې سره ټولوي کله چې ښادي، غم، یا نور مراسم وي نو دې ته یې اندیښنه نه وي؛ چې خرڅ او مصرف به څنګه برابروي؟

د پکتیا په منګلو کې بیا له پخوا نه دا دود و؛ چې خلکو به د مړي او ژوندي لپاره له مخکې نه پیسې سره ټولولې، عبدالحد منګل وایي، هغو خلکو چې پیسې به یې نه درلودلې، د کور وسایل به یې راوړل، هغه کس ته یې ورکول چې ټولې شوې پیسې به یې ساتلې.

اوس چې هوا د ورځې له خوا څه ناڅه ګرمه او د شپې سړه وي، نو ټول خلک په تیره ماشومان ډیر ناروغه کیږي، تر ټولو لوی علت یې همدا د هوا بدلون وي.

خو ډیرې میندې بیا دا په پام کې نیسي چې په سړه او توده هوا کې ماشومانو ته کومې جامې ورواغوندې.

که د جامو اغوستلو ته پام ونشي نه یوازې ماشومان نه بلکې لویان هم ناروغه کیږي، ټوخیږي او سینه بغل وي، برېښنا نسیمي له ورته ستونزې سره مخ ده، هغه اوس له ناروغي نه وروسته ځینې خبرې عملي کوي.

د خوست اوسیدونکې وږمه هم وایي، چې اوس هوا ساعت په ساعت بدلیږي؛ نو په دې نشو پوهیدلی چې کله سهار له کورنه راځو څه ډول جامې واغوندو؟

لیکونکې: فرشته مرسل
XS
SM
MD
LG