د پنجشنبې او جمعې په ورځو د ناټو دفاع وزیرانو په بروکسل کې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان په اړه اوږده بحثونه وکړل.
د ناټو دفاع وزیرانو تر ۲۰۱۸ پوري د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل، د هغو د شمېر، له ۲۰۱۴ وروسته دغو ځواکونو ته د خپل هیواد د ټولو امنیتي مسوولیتونو د سپارلو او دغه راز له دې نېټې وروسته په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د نوي ماموریت په باب خبرې وکړې.
د ناټو دفاع وزیرانو وویل چې له ۲۰۱۴ وروسته به د دوی محدود شمېر پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.
تر غونډې مخکې داسي ښکارېده چې د ناټو د غونډې د بحث لویه او ستونزمنه مسله به تر ۲۰۱۸ پوري د درې لکه دوه پنځوس زره کسیز افغان امنیتي ځواک تمویل وي. دا هم ویل شوي و چې د ناټو ځیني غړي وايي چې د اقتصادي پېټي د کمېدو لپاره دې د افغان امنیتي ځواکونو شمېر دوه لکه څلوېښت زرو ته رالږ شي خو د غونډې په پای کې په خپرو شویو اعلامیو او یا د ناټو د چارواکو په څرګندونو کې د دې موضوع زغرده یادونه ونه شوه.
د دې پرځای د غونډې په پای کې زیات پام له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د ناټو د اتو زرو او دوولس زره پوځیانو پاتې کېدو ته واوښت.
پرون امریکايي چارواکو وویل چې امریکا د ناټو د نورو غړیو هیوادونو د ځواکونو په شمول په افغانستان کې د دې شمېر پوځیانو د پرېښودلو غوښتونکې ده.
خو داسي ښکاري چې د پاتې کېدونکو ځواکونو دقیق شمېر د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي موافقې ته ځنډېدلی وي.
نو افغانستان څومره پوځیانو ته اړتیا لري؟ دا هغه موضوعات دي چې د نن ورځې په دې ترشنه اسمان پروګرام کې له خپلو مېلمنو سره پرې بحث کوو.