د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۱۲:۳۷

لوګر ولايت


د سرخاب بند
د ولایت په ولایت د پروګرامونو په دې لړۍ کې نن لوګر ته ځو چې له پایتخت کابل، پکتیا، ننګرهار، وردک او غزني ولایتونو سره پوله لري.

په دې ولایت کې د چک جمهوریت د پي آر ټي یا د ولایتي بیارغونې ټیم ځای پرځای و چې وروستۍ ډله یې پرون خپل هیواد ته روانه شوه.

د دې ډلې غړیو له افغانستانه د روانېدو په مهال د لوګر د وضعیت په اړه مختلف نظرونه درلودل. د ولایتي بیارغونې د ټیم قومندان ډګروال یوزیف کوپیڅکي د پنجشنبې په ورځ وویل چې له ټولو ستونزو سره سره د افغانستاند حالاتو ښه کېدو ته هیله لري خو د دغه ټیم د دفتر رييس بیا وویل چې د لوګر حالات مخ په خرابېدو دي.

د دغه ولایت په ځینو سیمو لکه کلنګار کې د طالبانو پرضد ولسي پاڅونونه شوي خو بیا هم راپورونه ښيي چې د لوګر امنیتي وضعیت په مجموع کې ښه نه دی.

د دې ولایت د بیارغونه، تعلیم، روغتیا او نورو چارو په اړه به ستاسو اورېدونکو نظر او د خپلو مېلمنو تبصرې وروسته واورو.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:25:13 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG