د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

د شخصي پوهنتونونو کېفیت څنګه دی!؟


حدیث شریف دی وايي، چې علم تر لاسه کړه، که په چین کې هم وي. خو ویل کیږي، چې شخصي پوهنتونونو نن سبا ډیرو ته د علم تر لاسه کول که یو خوا د لوړو فیسونو له کبله ګران کړي دي، نو بل خوا یې ځينې د زده کړې له کېفیته هم ناراضه دي، خو ځینې نور ځوانان بیا خصوصي پوهنتونونه ډير ښه ګڼي.

که څه هم په افغانستان کې ښوونه او روزونه تر ډيره بریده وړیا ده، خو خصوصي ښوونيزې موسسې یا شخصي پوهنتونونه پيسې یاني فیس اخلي، چې فیسونه یې هغه د چا خبره له اسمان سره خبرې کوي، خو درسونه یې نه پوهیږم څنګه دي؟

له دغو څو ځوانانو به واورو، چې څوک دغه پوهنتونونه ګټور بولي، څوک یې بزنس یا تجارت بولي، څوک وايي، چې ډپلومونو ته یې ارزښت نه ورکول کیږي او څوک بیا وايي، چې که پيسې اخلي، نو هماغسې یې درسونه هم ښه دي.

اوس مهال په ټول افغانستان کې۵۰ زره زده کوونکي په ۷۰ شخصي پوهنتونونو کې چې ۳۰ یې په کابل کې دي، په زده کړو بوخت دي. ویل کیږي، چې شخصي پوهنتونونو یوازې هغو ځوانانو ته د لوړو زده کړو تر لاسه کولو لار برابره کړې، چې په کانکور کې بې نتیجې پاتې کیږي.

دوي درس نه وايي، خو د پيسو په زور هم له ازموینو بریالي ووځي او هم ډپلوم تر لاسه کوي، محمدشریف، چې له باخترخصوصي پوهنتونه فارغه شوی، دې ته ورته خبرې لري او وايي، چې داسې ځوانان د ټولنې په درد نه خوري.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:22 0:00
مستقیم لېنک


وايي، چې ځې ځې ابازو له به راځې، یو ځوان محصل عبدالباقي وايي، چې که هر څوک د پیسو یا د زور په مټ شخصي پوهنتون ته راشي، ډيره ګوزاره نشي کولی، یا به درس وايي او یا به ډراپ کیږي.خو سید منصور شاه، چې هم په کابل پوهنتون او هم په یوه شخصي پوهنتون کې محصل دی، بیا وايي، چې شخصي پوهنتونونو د ډيرو هغو ارمانجنو ځوانانو ارمانونه پوره کړي، چې د خپل زړه پوهنځی نه بلکې هغه پوهنځی وايي، چې په کانکور کې ورکامیاب شوي دي. دی په خپله د دې یو مثال دی.

په کابل کې د یوه شخصي پوهنتون باختر موسس عبدالطیف روشن وايي، چې په نړۍ کې تر ټولو ښه پوهنتونونه څو شخصي پوهنتونونه دي، دی د خصوصي پوهنتونو د کیفیت د ټيټوالي خبره نه مني، وايي چې داسې کورني او بهرني استادان لرو، چې ماسټري او پي ايچ ډي لري اوز یاتوي، چې د محصلینو د جزبولو لپاره هم ځينې خاص شرايط لرو، خو دا خبره مني، چې ځينې پوهنتونونه ډپلومونه خرڅوي او یوازې د پيسو لپاره کار کوي.

دی وايي، چې د خپلو محصلینو د ارزونې لپاره هره میاشت د دوی له ستونځو ځان خبروي، حل لار ورته پېدا کوي، د زده کړې د کېفیت د لوړاوي لپاره وخت په وخت ازموینې ترې اخلي او له ځینو بهرنیو پوهنتونو سره همکاري هم لري، چې له تجربو یې ګټه اخلي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند عبدالعظيم نوربخش وايي، چې دوی داسې یو کميسون لري، چې د شخصي پوهنتونونو کیفیت څاري، څه موده وړاندې یې په همدې موخه یو دوه ورځنۍ سيمنار جوړ کړی و او د یوې ارزونې په پایله کې یې د پوهنتونونو کیفیت وڅاره، دی زیاتوي، چې که چېرې دوی خپل کېفیت لوړ نه کړای شو، ښايي ورکړل شوی جواز بېرته ترې واخیستل شي.

ځينې محصلین انديښمن دي، چې د شخصي پوهنتونونو په ډپلوم دولتي ادارو کې کار نه ورکول کیږي، خو نوربخش دغه اندیښنې بې ځایه بولي او د میاشتيني فیس په اړه وايي، چې په راتلوونکي کې به یو واحد فیس ورته وټاکي.

سږ کال د دوولسم له نږدې دوه لکو فارغانو د کانکور ازموینه واخیستل شوه، چې شاو خوا اتیا زره به یې په بېلا بېلو پوهنتونونو کې ونېول شي. دا ټولې ستونځې دې خدای له منځه یوسي، چې زرګونه ځوانان له زده کړو یوه شېبه هم لرې پاتې نشي. آمین.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي، چې د شنبې او دوشنبې په ورځ له ازادۍ راډيو خپریږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:22 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG