د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۹

د "حسیبه شهید" فیلو شیپ


ازادي راډیو / مشال راډیو د خپلې وفات شوې خبریالې «حسیبه شهید» په نوم د فیلوشیپ یو خاص پروګرام پیلوي.

د «حسیبه شهید» فیلو شیپ د هغو نجونو او ځوانو ښځو لپاره دی چې غواړي مسلکي خبریالانې شي.

د فیلوشیپ په دې پروګرام کې هر ځل یوه ښځه د شپږو میاشتو لپاره غوره کېږي.

هر څوک چې د حسیبه شهید فیلوشیپ ته غوره شي، پر میاشتنۍ مالي مرستې سربېره به د دورې په پای کې د عملي کار لپاره د دوو اوونیو په مخه د ازادي راډیو/ مشال راډیو مرکز پراګ ښار ته وبلل شي.

په دې فیلوشیپ کې د غوره کېدو اصلي معیار د تجربې لرل نه دي او نه د ا پروګرام د پېژندل شویو خبریالانو لپاره دی. هغه نجونې یا ځوانې ښځې غوره کېږي چې له ژورنالیزم سره مینه لري، تازه یې د ژورنالیزم په برخه کې کار پیل کړی او د حسیبې شهید په شان په خبریالۍ کې زړه ورې وي.

یوازې هغه ښځې دې په دغه فیلوشیپ کې د منل کېدو لپاره غوښتنلیکونه راولېږي چې کابل ته تللی او هلته اوسېدلی شي.

په دې پروګرام کې د ګډون لپاره باید (CV) او د خپلې لیکنې یا راپور دوې نمونې د ۲۰۱۳ کال د اپرېل مياشتې تر پایه په دې ایمیل راولېږئ:

Haseeba.fellowship@rferl.org

لومړۍ لیکنه مو باید له درې سوه کلمو زیاته نه وي او باید د فیلوشیپ په پروګرام کې د ګډون دلیل مو هم څرګند کړی وي.

دوهم لیکنه ستاسو د لیکوالۍ او ژورنالیزم د ابتدايي کار نمونه وي او تر تر پنځه سوه کلمو زیاته نه شي.

لیکنه په پښتو، دري یا انګلیسي ولیکئ.
XS
SM
MD
LG