یو شمېر افغان ښځو له هغه نړېوال کمپاین سره خپل غږ یو ځای کړ، چې د یو میلیارډ پاڅون په نوم یادیږي. په دې مناسبت په کابل کې په لسګونو ښځو راټولې شوې او له ښځو سره د تاوتریخوالي پرضد یې شعارونه ورکړل.
دغو په لسګونو ښځو چې د افغانستان د شاوخوا پنځوسو مدني ټولنو غړي په کې و، د دارالامان له قصرنه د علاوالدین ترڅلور لارې پورې روانې وې او د یو پریکړه لیک په لوستلو سره یې خپل دغه حرکت پای ته ورساوه.
دغه ډول کمپاينونه د ښځو په وړاندې تاوتريخوالى کمولاى شي؟
په دې همدې پروګرام کې ورباندې بحث شوى دى