د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

د ن په نامه اورېدونکي ليکلي


بل اورېدونکي احمدي له غزني
د غزني د مرکز سړکونه خام دي، برېښنا هم نه لري، بله دا چې د مخابراتي شبکو انتنونه هم اکثره يې فعاليت نه کوي. چارواکي دې دا ستونزې راحل کړي.

شاهين له کندهاره
د کندهار پوهنتون په اقتصاد پوهنځي کې اداري فساد شته، که څوک واسطه لري خو ښه تر ښه، کنه دغسې دې ګرځي. طالبان خو هسې هم سپين او تور نه پېژني، که څوک په نظر تحصيل کړى ورشي، سر يې پرې کوي. دا خوار ملت پر چا باور وکړي.

د ن په نامه اورېدونکي ليکلي
جنايتکارو بيا په تخريبي عمل لاس پورې کړ، د ميدان وردګ په چک ولسوالۍ کې يې د روشن مخابراتي شبکې يو انتن ويجاړ کړ. طالبان د پاکستان د لاس اله ده.

شفیع الله شاهین له لوګره
له افغان ولسمشر څخه غواړو چې له ښوونځيو سره سره د مرستې بهير وڅاري، په اکثرو کې يې درسي مواد نه شته او نورې ستونزې لري.

عزيز الرحمن له پکتيا
په زرمت ولسوالۍ کې د هر کوه دوه يا درې کسه بنديان دي، يا هم د هرې کورنۍ دوه يا درې غړي وژل شوي دي. د دې ملت به سرنوشت څه وي؟

رحمن الدين ناصري له کابله
د ولسمشر حامد کرزي له دې پرېکړې مننه کوم چې شکنجه دې په زندانونو کې ختمه شي، خو يوه هيله ورڅخه کوم چې که د رشوت مخه ونيسي دا ستونزه هم حلېږي. يو ځل دې د څرخي پله د زندان مسايلو ته پام وکړي، چې هلته څه روان دي.

محمدرسول محمدي له کابله
که بهرني سرتېري له افغانستان څخه وځي هم، افغان سرتېري د خپل هېواد د امن ټينګولو وس لري.

لال نبي له ننګرهاره
د ولسمشر کرزي دا فرمان په زړه پورى دى، چې ويلي يې دي، افغان ځواکونه دې له بهرنيو پوځيانو د هوايي ملاتړ غوښتنه نه کوي. په دې توګه به د بېګناه خلکو د وژنې مخنيوى وشي.

حسرت له غزني
د ولسمشر کرزي دا خبره د خوشحالۍ وړ ده چې ويلي يې دي، افغان سرتېري دې د جګړې پر مهال له نړيوالو ځواکونو هوايي ملاتړ نه غواړي.

بختیار سلیمانخېل له کابله
په سروبي ولسوالۍ کې اداري فساد او رشتونه اوج ته رسېدلي. څوک يوه تذکره هم د رشوت له ورکولو پرته نه شي ترلاسه کولاى.

نور رحمن له ننګرهاره
والي ولې د طالبانو پر فعاليت سترګې پټوي، د طالبانو يو قوماندان دلته فعاليت کوي چې مخکې په پېښور کې و، دى وايي چې که بهرنى عسکر دې په پنځه مترۍ کې و خو ستا سره يوه مرمۍ وه، افغان سرتېرى ووژنه.

یاقوت ژمن له خوسته
هغه هوايي ډګر چې د خوست لپاره منظور شوى، يوازې يې دېوالونه جوړ شوي، نور کار يې په ټپه درېدلى دى. له چارواکو غواړو چې د دې ډګر جوړېدو ته جدي پام وکړي.

سمېع الله حليمي تندر له پکتيا
دڅمکنیو ولسوالۍ د ګرامي له کلي څخه تر شهرنو بازار پورې سړک خام او دوړې او ګردونه هم زيات دي. له دولت څخه غواړو چې دغه سړک راجوړ کړي.
XS
SM
MD
LG