د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

د لوګر والي : د لوګر امنيت تر پخوا ډېر ښه شوی دی


د لوګر امنيت د کابل له پاره مهم ارزښت لري، د دې ولايت چارواکي او د مدني ټولنو فعالان وايي، چې په دې وروستيو کې د بيارغونې د چارو د ګړندي والي او ځانګړو عملياتونو له امله د لوګر په امنيت کې تغير راغلی دی.

د لوګر والي وايي، په تېرو څو مياشتو کې د لوګر امنيتي وضعيت ښه شوی دی، نوموړی وايي د پروژو پلي کېدو له امله له دولت سره د خلکو همکاري زياتته شوې او په امنيتي وضعيت کې ښه والی راغلی.

د دې ولايت والي اقبال عزيزي له ازادي راډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ولايت د خلکو په همکارئ په دې توانيدلي دي چې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د وسلوالو طالبان ډلې له منځه يوسي او امنيتي ساحه پراخه کړي.

نوموړی دې ته هم اشاره کوي چې شپږ مياشتې وړاندې د لوګر امنيتي کرښه د مرکز شاوخوا څلور کيلومترۍ او شپږ کيلومترۍ ته رارسېدلې وه چې اوس يې د افغان امنيتي ځواکونو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ولسوالۍ هم تر بشپړ واک لاندې دي.

دی وايي چې که چېرته نړيوالې مرستندويه ادارې وغواړي په ټولو ولسواليو کې د بيارغونې کارونه په اسانۍ سره کولی شي.

اقبال عزيزي وايي دوی په لوګر کې د بيارغونې د کارونو په خاطر نړيوالې مرستندويه ادارې هڅولې دي او د هغوی د امنيتي تشويشونو د حل په خاطر يې امنيتي ساحه پراخه کړې ده:

"موږ په لوګر کې د امنيت وضعيت د ښه والي په خاطر ځانګړي عمليات ترسره کړي دي او د ولسمشر د ځانګړو حکمونو له مخې مو په بېلابېلو برخو کې هم د دولت دارۍ د ښه والي په برخه، کې د ادارې د همغږۍ او امنيتي ادارو د امنيتي پوستو او قرارګاوو د ځای پر ځای کولو ګړندۍ چارې پيل کړې دي چې په راتلونکي کال کې لوګر د هېڅ ډول ننګونو سره مخ نه وي."

عزيزي د دې ولايت د امنيتي وضعيت د ښه والي لامل په دې ورستيو کې په سيمه کې د بيارغونې د پروژو پلي کېدل وبلل، ده وويل چې دوی پرته له يو څو ولسواليو په ټولو سيمو کې د بيارغونې د پروژو د پلې کېدو له پاره پلانونه لري او له نړيوالو مرستندويه ادارو او مرکزي دولت سره يې په دې برخه کې همغږي کارونه پيل کړي دي.

د عزيزي په خبره د لوګر په کومو ولسوالیو کې چې دوی له امنيتي تحديدونو سره مخ دي په هغو ولسواليو کې به هم وسلوال طالبان د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې له منځه وړي او هڅه به کوي چې د خلکو د ژوند د ښه والي په خاطر پرمختيايي پروژې پلې کړي.

"اوس په ځينو ولسواليو لکه خروار،ازره، چرخ او ځينې نورو سيمو کې امنيتي ستونزې شته خو موږ کوشش کو چې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې غواړو هغه سيمې هم له وسلوالو طالبانو پاک کړو."

دا چې د لوګر د امنيتي وضعيت د ښه والي او ستونزو په اړه په لوګر کې د شته مدني ټولنو فعالين په کوم نظر دي د مدني ټولنو څو تنه فعالان :

"حامد احمدزی يم دمدني ټولنو يو تن فعال په لوګر کې امنيت ښه شوی دی او په تېرو څو مياشتو کې کومه داسې پېښه نه ده شوې چې د لوګر خلک له تشويش سره مخ کړي، پروسږ کال په ژمي کې هم امنيتي ستونزې وې اوس امنيتي ساحه پراخه شوې ده او ستونزې هوارې شوې دي د راتلونکي په اړه څه نشو ويلی خو دولت بايد هڅه وکړي چې امنيتي وضعيت همداسې سمبال کړي."

"سميع الله پيوند يم يو تن ازاد خبريال چې له دريو کالونو راهيسي په لوګر ولايت کې کار کوم پخوا دلته په ښار او د مرکز په شاوخوا کې د چاودنو او مرګ ژوبلو راپورونه زيات و، خو سږ ژمی د تېرو کلونو په نسبت ارام او له ستونزو خالي و او امنيت ډېر ښه و."

د مدني ټولنو فعالان که څه هم د لوګر امنيتي وضعيت ښه ګڼي خو اندېښنه څرګندوي چې که چېرته ولايتي اداره د امنيت د ښه والي له پاره پرلپسې هڅه ونه کړي ښايي لوګر بيا هم د تېر په څېر له ستونزو سره مخ شي، خو د دې ولايت د ولايتي شورا ريس عبدالولي احمدزی بيا وايي چې د ولايتي ادارې د همغږئ او ولس د ملاتړ له وجې به ورځ تر بلې په امنيتي وضعيت کې ښه والی راشي.
احمدزی دا هم وايي چې دوی د ولايت سره په همغږئ ډول د سولې د پروسې د تقويې کارونه د امنيتي وضعيت د ښه والي په خاطر ګړندي کړي دي :

"د لوګر امنيت د مرکز کابل له پاره هم مهم دی، د ولايتي ادارې او مرکزي دولت د ځانګړي پلان له مخې به په راتلونکي پسرلي کې د امنيتي وضعيت د ښه والي له پاره نور پلانونه هم پلي شي، خو يو مهم کار د سولې پروسه ده چې بايد تقويه شي او خلک د سولې پروسې ته ورګډ شي."

نوموړی دا هم وايي چې که مرکزي اداره په لوګر ولايت کې د امنيت د ښه والي سره،سره پرمختيايي چارو ته پام ونه کړي ښايي خلک بيا هم د تېر په څېر له دولته خوابدي شي.

راپور : داود تپان – لوګر
XS
SM
MD
LG