نننی تر شنه اسمان لاندې پروګرام په یوې داسي موضوع پیلوو چې ممکن ډېر افغانان په تېره بیا هغوی چې په لېري سیمو کې اوسي او له برېښنا، کمپیوټر او انترنټ څخه بې برخې دي، لا ورسره بلد نه وي. خو د افغانستان په یو شمېر ښارونو کې په ځانګړي ډول ځوانان ورځ په ورځ ورسره دلچسپي پیدا کوي او حتي ځیني خو د اعتیاد تر حده پرې روږدي شوي دي. فېسبوک او نورې ټولنیزې شبکې یادوو.
په دې پروګرام کې په دې خبرې کوو چې دا نوې پدیدیې څومره ګټورې دي. ایا ستاسو د مالوماتو له لوړولو سره یې مرسته کړې. له دې لارې مو ملګري زیات شوي او یا ستاسو په ورځني ژوند او ټولنیزو اړیکو یې اغېز شیندلی دی؟
تاسو له دغو شبکو څخه څه استفاده کوئ. ښه او بد اړخونه یې څه دي؟
په فېسبوک کې د دوو ډېرو فعالو ځوانانو تر څنګ مو یو کمپیوټر پوه هم مېلمه دی. هغه به د کمپیوټر او انترنټ په برخو کې ستاسو پوښتنو ته ځوابونه وايي.
خو د دې خپرونې په دوهم ساعت کې پر اداري فساد خبرې کوو. پرون ملګروملتو په یوه راپور کې وویل چې تېر کال افغانانو نژدې د څلور ملیارد ډالرو برابر رشوت ورکړی دی.
د افغانستان د ولسمشر او نورو چارواکو له بیا بیا ژمنو سره سره ولي افغانان باید مجبوره شي چې خپل قانوني کارونه هم په رشوت خلاص کړي.
مېلمانه:
1- ولید یوسفزی چې هم ارواپوه دی او هم د انترنټ او کمپیوټر متخصص
2- ویس بارکزی چې په فېسبوک کې ډېر فعال دی او په لسګږونو زره ملګري لري.، البته فیسبوکي ملګري.
3- نجیب محمدزی هم د ویس بارکزي په شان په فېسبوک کې فعال او علاقمند یې دی.
له اداري فساد سره د مبارزې او څارنې او څېړنې د ګډې کمېټې مسوول محمدیاسین عثمانی
5- له اداري فساد سره د مبارزې د افغاني شبکې عمومي رييس شفیق همدم