د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

د نورستان پر امنيت خبرې کوو


په ناړۍ کې د امريکايي ځواکونو ګزمه
په ناړۍ کې د امريکايي ځواکونو ګزمه
د ولایت په ولایت د پروګرامونو په دې لړۍ کې نن د نورستان امنیه قومندان زموږ مېلمه دی.

نورستان د افغانستان یو ډېر وروسته پاتې او بېوزله ولایت دی چې د ننګرهار، کونړ، لغمان، پنجشېر، بدخشان ولایتونو او پاکستان سره پوله لري.

نورستان ډېر غرنی دی تر دې چې د دغه ولایت د ډېرو سیمو اوسېدونکي نه یوازې په خپل منځ کې په اسانه تګ راتګ نه شي کولی بلکې د ولایت تر مرکزه د رسېدو لپاره باید له څو ولایتونو تېر شي.

په وروستیو کلونو کې چې د افغانستان اکثرو سیمو ته سړکونه جوړ شول، نورستان په دې منځ کې بې برخې پاتې شو.

له امنیتي نظره هم نورستان ښه وضعیت نه لري. همدا اوس د دغه ولایت ځیني سیمې د وسله والو مخالفانو تر کنټرول لاندې دي.

په دې خپرونه کې به د نورستان امنیه قومندان سمونوال غلام الله نورستاني نه یوازې د خپل ولایت د امنیتي وضعیت په اړه مالومات راکړي بلکې د نورستان د خلکو پر نورو ستونزو او مسایلو به هم خبرې وکړي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:45 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG