د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۷:۰۷

د ځینو له لارې د کانکور خنډ ایسته شو!


وايي، د شپې هر سړی ډاریږي، څوک حال وايي، څوک یې نه وايي.

له کانکور ازموینې به هم ښايي ډیر زده کوونکي ویره لري، خو پیریانو ته غزنی څه دی، چا چې له زړه درس ویلی وي د کانکور ازموینه به ورته هغه د چا خبره د اوبو د یوه غړپ غوندې وي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:11 0:00
مستقیم لېنک

اوس د ځینو زده کوونکو له لارې د کانکور د ازموینې خنډ د جمهور ریس په فرمان لیرې شوی دی او ځینې ځانګړي زده کوونکي له کانکور ازموینې پرته د خپل زړه پوهنځي ته تللی شي.

ځينې له دې فرمانه خوشاله دي، خو ځینې یې ګیله من دي. د کابل ښار د پوهنې ريئس نجیب الله کامران وايي، چې د هر ولایت په کچه له عمومي اول نمره تر عمومي پنځم نمره پنځه هغه زده کوونکي، چې په لسم، یوولسم او دوولسم ټولګي کې یې تر ټولو لوړې نمرې اخیستي وي، پرته له کانکور ازموینې پوهنتون ته لار موندلی شي.

دی وايي، چې د کابل له ۱۵۵ لیسو یې له ۱۴ تکړه زده کوونکو چې ۱۲ یې نجونې وې، ۵ زده کوونکي د پچې اچونې پر بنسټ وټاکل شول او له پآتې نورو سره یې د بهرنیو هېوادونو د بورسونه ژمنه وشوه، وايي چې همدا طرزالعمل به په نورو ولایتونو کې هم تطبیق شي.

د کابل د پوهنې ریاست په یوه دهلیز کې مې یو ځوان ولید، چې ځړیدلی سر ولاړ و، ستړی ستومانه او خفه ښکاریده، فکر مې وکړ، چې دی به له هغو ۱۴ کسانو یو وي، خو په هغو ۵ ټاکل شویو کې به یې بخت یاري نه وي ورسره کړي، چې پوښتنه مې ورنه وکړه، نو پوه شوم، چې دی نه بلکې د ده خور زرغونه د هغو ۱۴ زده کوونکو له ډلې وه، چې له پچې اچونې سره نه وه جوړه، غوښتل یې ازموینه ورنه واخیستل شي، خو د دې په خوله چا ونه کړل.

خو د کابل د پوهنې ريئس نجیب الله کامران بیا وايي، چې موږ پخپله خوښه نه بلکې د دغو ۱۴ زده کوونکو په ګډه خوښه د دوی تر منځ پچه واچوله او زیاته یې کړه، چې هر ډول نېوکې ته ځواب ویلی شو.

یو بل ځوان سیدرحمن د ننګرهار دی، دی د خپلې ترور لور کیسه کوي، چې نمرې یې ډیرې لوړې وې، خو په دې پروسه کې د ګډون حق ورنه کړای شو، ویل یې هسې نه هم له کوزې خوړې ووځم هم له برې، ځکه مجبوره شوه، چې کانکور ازموینه ورکړي.

د کابل ښار د یوې لیسې یو سپينږیری ښوونکی مې د مرکو پر مهال تر څنګ ودرید، څو شیبې یې غوږ راته ونیو، لکه غوښتل یې چې په موضوع ځان پوه کړي، بیا یې ویل ښوونکی یم، خو نوم مې نه اخلم، ما ویل د زړه خبرې مو وکړئ، ده وویل:

(زه خپله ښوونکی یم، یو شاګرد ما ته ۵۰۰ روپۍ راکوي، زه ۶۰ نمرې ورکوم او په ښو نمرو یې بریالی کوم، دغه کار اداري فساد ته یوه لار هواره کړه، راوبط یې پر ضوابطو زورور کړي. څوک یې پوښتنه کوي؟ دا نمرې د چا عقل مني، چې په درو واړو ټولګیو کې یې تر ټولو لوړې نمرې اخيستي؟ بل دوی یې تر منځ پچه اچوي، دا خو څه قمار ندی، دوی ولې داسې کوي؟ باید د دوی تر منځ یوه ازموینه ترسره شي، یوه داسې ازموینه چې د بېلابېلو ارګانونو څارونکي (هيئت) یې واخلي)

د چا چې څوک بد راځي، نو وايي، چې فلانی د فلاني سیوری په کاڼو ولي، د یاد سیستم په اړه مې د ځینو زده کوونکو نظر وپوښت، څوک ترې خوشاله وو، خو چا د دې سیستم سیوری په کاڼو ویشته، یوه خو یې حتی ویل، چې په کلیو او بانډو کې چې کوم زده کوونکی دوکان ولري، ښوونکي ترې سودا اخلي او په بدل کې یې پیسې نه بلکې لوړې نمرې ورکوي.

د لوړ زده کړو وزارت د اطلاعاتو او خپرونو ریاست مرستیال اخترمحمد عبیر هم وايي، چې دغه کار د ریس جمهور لخوا د زده کوونکو د هڅونې او د دوی تر منځ د سالم رقابت د رامنځ ته کولو په موخه شوی، خو که چېرې په سمه توګه عملي شي، ښايي دا موخه پر ځای شي.

خو نجیب الله کامران وايي، چې د سږ کال لپاره دا پروسه بيخي پاکه وه، خو د راتلوونکو کلونو لپاره د درغلیو ډار شته، چې باید مخکې له مخکې یې د مخنيوي لارې ګودرې وسنجول شي.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:11 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG