د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۳۶

په نوي زېږيدلي ماشوم څه ډول ميلې رواج دی؟


په نوي زېږيدلي ماشوم ميله جوړول د ښار او کلي مشترک رواج دی.

په کليوالو سيمو کې به پخوا چې کله د هلک د زوکړې غږ ولاړ نو سم له واره به د توپوکو ډزې کېدې، له هغه وروسته به په ځينو سيمو کې مستو بلې چې د ماشومانو خاصې سندرې دي، ويل کېدي او په ځينو سيمو کې به کليوالو تر شپې انتظار کاوه بيا به د کلي طالبانو ميله کوله، دې ميلې ته په ځينو سيمو کې صحبت هم وايي، همدا شان دا ميله د کلي ځوانان هم جوړوي.

د هلک پلار، ځو ورځې دې ميلې ته تياری کوي، که په وس و دس کې ښه وي نو پسه يا بل مال حلالاوي او که بې وسه وي په ساده خوړو د ميلمنو غاړه باسي .

په ښارونو کې دا رواج له کليوالو سيمو سره فرق لري ، په ښارونو کې د توپکو ډزې نه وي او بل د شپږمې يا شو( شب) شش په نوم يوه ورځ ميلمانه رابلل کېږي، ځينې کسان د ساز ميله هم ورسره کوي او ځينې ميله نه جوړوي لوی ختم کوي
د دې رواج او همداراز د سیلونو د باورنه په اړه معلومات په دې خپرونه کې اوريدلای شئ:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:34 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG