د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۷ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۹

د ویر مراسمو ته د ماشومان بیول مناسب کار دی؟

ځیني هغه خواړه چې له بهر ملکونو څخه راځي یا هم په هېواد کې جوړیږي لکه، په قطیو کې شیدې، مستې، کوچ، رب او ډیر نور خوراکي مواد ځانته ټاکلې نیټه لري، که یې وخت تیر شي خرابیږي بیا نو هماغه وي چې خوړل یې خلک له بېلابېلو صحي ستونزو سره مخ کوي.

له بازار نه د تاریخ تیر شویو خوړو ټولول د دولت کار دی، نو ځکه خلک له دولت نه غواړي چې د دې کار مخه دې ونیسي، ځینې دوکاندران په تاریخ تیر شویو خوړو باندې بله داسې نیټه لیکي چې خواړه تازه وښيي.

کوم خواړه چې نیټې یې تیریږي د هغو تاریخ لیدل ضرور دي، که څوک سواد نه لري نو له هغو کسانو نه مرسته غوښتل، چې په لیک او نیټه پوهیږي ګټور کار دی.

++

ښایي تاسو هم لیدلي وي، چې ځیني کسان خپل ماشومان هرځای که هغه د بیولو وي که نه وي بیایي، د مشرانو په باور د ماشوم لپاره تر ټولو خوندي ځای د هغوي خپل کور دی، خو دا خبره ډیرو کسانو له پامه غورزولې، چې خپل کوچنیان واده، فاتحې او داسې نورو مراسمو ته چې هلته د کور له خلکو سره نور راغلي میلمانه هم په تنګ کوي، بیايي.

په رواني لحاظ هم د غم او ویر مراسمو ته د ماشومانو بیول مناسب کار نه دی، ځکه هلته ماشوم هغه خلک ویني، چې ژاړي په ماتم ناست دي نو دوي هم خفه کیږي، ورته زوریږي، بریښنا احدي چې د ماشوم د اروا پوهنې په هکله مالومات لري په رواني لحاظ هم فاتحې ته د ماشوم بیول ردوي.

ګل بې بې چې شپږماشومان لوی کړي وایي، که څه هم په کور کې یوازې وه، خو بیا یې هم هیڅکله ماشومان فاتحې او داسې نورو مراسمو ته نه بیول.

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:13:50 0:00
مستقیم لېنک


لیکونکې ـ فرشته مرسل
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG