د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

افغانستان ولې د هغو هېوادونو په کتار کې راغلی، چې ازادي په کې نشته؟


فري ډم هاوس موسسې په خپل کلني رپوټ کې افغانستان د نړۍ په هغو هېوادو کې شمیرلی دی، چې ازادي په کې نه شته.

دغه سازمان چې په نړۍ کې د ډیموکراسۍ د ودې او د مدني حقونو د ساتنې هڅې کوي، په نولس سوه یو څلویښتم کال کې په امریکا کې تاسیس شوې ده.

دې موسسې د نړۍ هېوادونه په تیر یوه کال کې په درې ډلې ویشلې دي. یوه ډله هغه هېوادونه دي چې ازاد دي هلته هم مدني ټولنې فعالې دي او هم حکومت د ازادو او شفافو انتخاباتو په ترڅ کې غوره شوی دی. په ازادو هېوادو کې رسنۍ هم ازادې دي.

نسبي ازاد هېواد هغه دی چې هلته سیاسي حقونو او مدني ازادیو ته څه ناڅه درناوی کیږي.

غالبا په نسبي ازادو هېوادونو کې اداري فساد وي او د قانون واک کمزوري وي.

په دې هېوادو کې دیني او فرقه يي شخړې وي او سربیره پر دې چې په دې هیوادو کې ګڼ ګوندونه وي په سیاسي ډګر کې واک د یوه حزب وي.

هغه هېوادونه چې ازاد نه دي هلته ابتدایي سیاسي حقونه خوندي نه وي، هلته ابتدایي ملکې ازادي په پراخه کچه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کیږي.

د فری ډم هاوس موسسې د دوه زره دولسم کال په رپوټ کې ۹۰ هېوادونه ازاد ګڼل شوي، نه ازاد هېوادونه ۴۷ دي چې په دې هېوادو کې بیا نهه هیوادونه تر ټولو لږه ازادي لري په دغو کې د افغانستان دوه ګاونډي ازبکستان او ترکمنستان شامل دي.

د دغه رپوټ په اړه نوریاس نوري په امریکا کې میشت له افغان څیړونکې علم پایند سره مرکه کړې او لومړی یې ترې دا پوښتنه کړې چې په افغانستان کې په تیره یوه لسیزه کې په مختلفو برخو کې شویو پرمختګونو ته په پام سره ولې دا هېواد د هغو هېوادونو په کتار کې راغلی چې ازادي په کې نشته؟ هغه په ځواب کې وویل:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:36 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG