د افغانستان او امریکا ولسمشرانو په خپلو پرونیو خبرو کې موافقه ونه کړه چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به څومره امریکايي پوځیان په افغانستان کې پاتې شي خو په دې سره سلا شول چې پاتې کېدونکي امریکايي پوځیان د افغانستان د قوانینو په وړاندې مصونیت ولري او په مقابل کې یې امریکايي پوځیان د افغانستان په کلیو او بانډو کې عملیات افغان ځواکونو ته وسپاري او دغه راز د محبسونو او بندیانو کنټرول د افغانستان حکومت ته وسپاري.
د دواړو ولسمشرانو تر خبرو مخکې یوه امریکايي چارواکي له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځیانو د ایستلو احتمال مطرح کړی و.
خو ایا تر راتلونکي پسرلي د امنیتي مسوولیتونو انتقال او د ولسمشراوباما دا خبره چې ډېر لږ شمېر پوځیان به په افغانستان کې پرېږدي د دې مانا لري چې امریکا په افغانستان کې خپل موثر حضور پای ته رسوي.
ایا افغان امنیتي ځواکونو په دومره لنډ وخت کې د خپل هیواد د امنیتي چارو له عهدې وتلی شي؟
د دې پرېکړو عملي کېدل به د افغانستان د سولې پر پروسې څه اغېز ولري.
دا هغه مسلې دي چې د افغانستان حکومت یې د خپل حاکمیت برخه بولي.
په دې موضوع نن د ازادي راډیو تر شنه اسمان لاندې پروګرام کې بحث کوو.