د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۷

مسافره یاره! ویزه کینسل که!

عرفان خان په یوه سندره کې مسافرو ته دعا کوي او وايي، چې (په امان اوسې له تودو بادونو، هر یو قدم دې شه په سرو ګلونو...)

خو که څوک په ناسمه لارو مزل کوي، ښايي دعاګانې یې په درد ونه خوري، نه به له تودو بادونو په امان وي او نه به یې قدمونه په سرو ګلونو ور برابر شي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:26 0:00
مستقیم لېنک


اوس هم ګڼ افغان ځوانان بهرني هېوادونه جنت بولي، د لغمان ولایت رحمت الله هم له همداسې ځوانانو یو دی، چې غواړي په قاچاقي لاره لندن ته لاړ شي.

محمد داود د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ اوسیدونکی دی، خپلو اولادونو ته یې لمن غوړولې وه، چې ډوډۍ به ور رسیږي، له لوږې به نه مري، خو په قاچاقي لار دې بهر نه ځي، خو د خوار ملا اذان څوک کله اوري.

ځینې کسان که بهرنیو هېوادونو ته په رسېدو بریالي هم شي، خو له ستونځو خلاصۍ نه مومي، د بلال احمد د کاکا زوی په قاچاقي لاره بهر تللی، رسیدلی هم دی، خو اوس د خپل وطن ارمان کوي.

زمری هغه ځوان دی، چې یو وخت یې زړه د زمري کړی و، خو خبر نه و، چې هغه کار زړورتوب نه بلکې د ده ناداني وه، د ایران له لارې یې کویت ته تګ په غیر قانوني لاره تګ غوښته، ډیر تاواني هم شو، خو بخت یې په بله یووړ.

داسې هم کیدای شي، چې يو څوک دې له حالاتو دومره تنګ راشي، چې ځان ته مرګ وغواړي؟ محمد حکیم یو وخت په خپله ګناه همدا سې پښېمانه شوی و، چې مرګ یې غوښت، مرګ یې په خپلو سترګو ولید، خو مړ نه شو. خپله لنګه غوا یې د یوه ارمان صدقه کړه، خو هغه ارمان یې له ځانه سره بېرته خپل هېواد ته راوړ.

زموږ ځوانان بیا هم په غېر قانوني ډول بهرنیو هېوادونو ته تګ خوښوي، چې کله کله یې د بېړۍ د غرقېدو خبرونو هم اورو، څه موده واړندې هم یوه کښتۍ چې له ترکیې یې یونان ته په غیر قانوني توګه افغان کډوال وړل، د یونان په سواحلو کې ډوبه شوه، چې نږدې دیرش افغان کډوال په کې غرق شول.

په یونان کې یو میشت افغان شهریارخان دا خبره کوي، چې په بهرنیو هېوادونو کې له غیرقانوني مسافرو سره ډير بد چلند کیږي.

یو خوا که غیرقانوني يا په قاچاقي لار مزلونو د ډیرو ځوانانو غوښې د ماهیانو خوراک کړې، نو بل خوا د دوبۍ، سعودي عربستان، کویت او داسې نورو هېوادونو غرمو هم د ډیرو افغانو ځوانانو ښې ښې ځوانۍ کنډ کپر کړي.

د افغانستان د ځینو ولایتونو ځوانان په ځانګړي ډول د خوست او پکتیا ځوانان یاد هېوادونه د پیسو ګټلو او مزدورۍ هېوادونه بولي.

د کانکور په ازموینه کې که طب ته هم بریالي شي، ښايي دومره به نه پرې خوشالیږي، لکه څومره چې د دغو هېوادونو ویزې ته خوشالیږي.

مرسلین د خوست ولایت اوسیدونکی دی، دی له عربي هېوادونو سره د خوستیو ځوانانو د لیونۍ مینې په اړه راته غږیدلی، دی وايي، چې دوی زده کړو ته ارزښت نه ورکوي او عربي هېوادونو ته تګ یې لوی ارمان دی.

وايي زړې ځکه هوښیارې وي، چې ډیرې پيښې یې لیدلي وي او سختۍ ورباندې تېرې وي.

د مرسلین پلار هم یو وخت په دوبۍ کې و، خو که د خپل ژوند ترخې کیسې یې خپل زوی ته نه وای کړې، اوس به یې زوی په کابل کې د یوه پوهنتون زده کوونکی نه، بلکې په عربو کې به یا ډریور و او یا به یې نور درانه کارونه کول.

محمد سمیع د کابل ولایت د خاکي جبار ولسوالۍ اوسېدونکی ځوان دی، دی داسې څه وايي، چې:

د وطن خاوره مې خوراک وای
نه په پردي وطن کې غوښې پلاونه.


حاجي نظرمحمد راغب یو ګرځېدلی سړی دی، سعودي او داسې نور عرب هېوادونه یې خوړلي، دی وايي، افغانان په عربو کې ډیر سخت کارونه کوي، خو په بدل کې یې ډير بد چلند ورسره کیږي.

راغب زیاتوي، چې له عربو د راغلیو مسافرو ډیر نازول او دوي ته میلمستیاوې کول د کلي او سیمې نور ځوانان هم هڅوي، چې د دوي په څېر مسافر شي، دوي په ښو ښو ځایونو کې عکسونه اخلي او چې کلي ته راشي نو څو ورځې په سپينو کالیو کې ګرځي، بیا نو نور ځوانان هم وايي، چې که سړي وي، نو همدغه دي.

راغب همدا راز وايي، چې ګڼ ځوانان له واده کولو لنډه موده وروسته مسافري پیلوي، چې دا د دوي په شریک ژوند او پر اولادونو هم ډیر بد اغیز کوي، نو ښه ده، چې شپه یې په کور وي او په خپل وطن کې ځان ته کار جوړ کړي.

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:26 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG