د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۱:۲۶

امریکا ته د ولسمشر کرزي د سفر په اړه د نړېوالو ورځپاڼو تحلیلونه


امریکايي او نورو لویدیځو مطبوعاتو واشنګټن ته د افغان ولسمشر د سفر په اړه بیلا بیلې مقالې او تحلیلي مطالب خپاره کړي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، ولسمشر کرزی به په واشنګټن کې له امریکايي مقاماتو سره په کتنو کې هغه شکایتونه بیا راپور ته کړي؛ چې نوموړي له دې وړاندې په وار وار په خپلو څرګندونو کې کړي دي.

افغان ولسمشر متحده ایالات تورن کړی، چې په افغانستان کې يې د فساد زمینه برابره کړې او امریکا په دوامداره توګه د افغانستان له ملي حاکیمت څخه سرغړونه کوي.

د افغان ولسمشر د دفتر رییس عبد الکریم خرم واشنګټن پوسټ ته ویلي؛ حامد کرزي د دې لپاره په ښکاره پر امریکا انتقادونه کړي؛ چې له امریکايي چارواکو سره په شخصي او رسمي غونډو کې په هغو مسالو کې پرمختګ نه دی شوی چې د افغان حکومت لپاره خورا اهمیت لري.

واشنګټن پوسټ د ولسمشر کرزي د ویاند ایمل فیضي په حواله لیکلي؛ افغان جمهور رییس به له متحده ایالاتو وغواړي؛ چې هغو جنګ سالارانو سره قرادادونه ونه کړي؛ چې د افغان حکومت په وینا له دې پیسو څخه د خپلو اهدافو لپاره ګټه اخلي.

ولسمشر کرزی دغه راز غواړي چې امریکا ورته د هوايي ځواک د جوړولو لپاره عصري الوتکې او نور جنګي تجهیزات ورکړي.

خو د مقالې لیکونکی وايي، افغان ولسمشر به ښايي له ځنیو هغو غوښتنو تیر شي؛ چې د امریکايي مقاماتو په نظر عملي نه دي.

په دغو غوښتنو کې یوه هم د هغو قراردادونو لست دی؛ چې متحده ایالاتو هغو افغانانو ته ورکړي؛ چې د ولسمشر کرزي له حکومت سره نزدې اړیکې لري.

متحده ایالت بیا له له خپل لوري د افغانستان له جمهور رییس څخه یوشمیر غوښتنې لري.

سپینه ماڼۍ وايي، له ولسمشر کرزي سره به له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د څرنګوالي او اندازې په اړه خبرې وشي.

په افغان دولتي ادارو کې د موجوده پراخ فساد مخنیوی او په حکومتي چارو کې د شفافیت رامنځته کول هم هغه غوښتنې دي؛ چې د امریکايي مقاماتو په وینا ولسمشر اوباما به پرې ټنیګار وکړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي:

افغان ولسمشر په داسې حال کې امریکا ته تللی چې جمهور رییس اوباما له ۲۰۱۴ کال وروسته د پاتې کیدونکو امریکايي سرتیرو د شمیر په اړه په مهمې پریکړې غورکوي.

د ورځپاڼې په وینا تر اوسه دا هم نه ده روښانه چې ولسمشر اوباما به له افغانستان څخه په څومره وخت او تیزۍ سره د امریکايي ځواکونو د ویستلو پلان عملي کړي.

نیویارک ټایمز وړاندې لیکي، یوه بله مهمه مساله دا ده، چې ولسمشر اوباما باید په دې اړه چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کیدل څه بڼه ولري؛ هم جدي غور وکړي او د امریکا خلکو ته په دې باب توضیحات ورکړي.

د لویدیځو خبري اژانسونو په وینا سپینه ماڼۍ په اوس وخت له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې له دریو زرو نیولې تر نهو زرو سرتیرو د ساتلو پر پلانونو غور کوي.
XS
SM
MD
LG