د ژوند کولو لپاره کار او زیار ضروري دی، نو چې راحت غواړو، زحمت هم باید وګالو، ځکه خو وايي، چې ژوند او قرار اور او اوبه دي، نه به یو ځای شي، نه یو ځای کیږي.
خو د یوه مزدور د زړه تسکين او دمه د کار پيدا کول او کور ته ډکې منګولې راستنیدل وي. په افغانستان کې د بې کارۍ له عمله که څه هم د ډيرو ځوانانو منګولې تشې دي. د کار او ټولنيزو چارو وزارت غواړي، چې په لنډه موده کې ۵ زره ځوانان قطر ته د کار لپاره وليږي، خو د څلور لارو پر سر ولاړ ځوانان ګیله من دي.
وحیدالله هغه ځوان پښ دی، چې له اوسپنې د خپلو مټو او د اور په زور تبرونه، ترخځې، تیشې او ځينې نور شیان جوړوي.
دی له دوولسمه فارغ دی او د حقوقو پوهنځي محصل و، خو بې وسۍ او اقتصادي ستونځو پوهنتون ورنه پاتې کړ.
څه وايي، چې تشه لاسه ته مې دښمن یې.
ګڼ افغان ځوانان د اقتصادي ستونځو له کبله یا له زده کړو پاتې کیږي، یا د وحیدالله په څېر درانو کارونو ته زړه ښه کوي او یا د ورځ مزدورۍ له عمله د یوه خاص کسب زده کولو ته وخت نه مومي. بس هغه د چا خبره د یوې ورځې خیر غواړي.
د کار، ټولنيزو چارو، شهیدانو او معلولینوچارو وزارت ویاند علي مختاري وايي، چې په افغانستان کې د بې کارۍ یو لوی علت د غیرمسلکي کسانو ډیروالی دي، چې دوی د دې ستونځې د له منځه وړلو لپاره په مرکز او ولایتونو کې ۳۳ مرکزونه فعال کړي.نوموړی وزارت به ۵ زره افغان ځوانان د کار لپاره قطرهېواد ته وليږي.
د کابل سرچوک، د کوټې سنګي او ځينو نورو څلولارو غوندې د نوي ښار حاجي یعقوب څلورلار کې هم هر سهار د مزدورانو دومره ګڼه ګوڼه وي، چې له منځه یې سړی په اسانۍ نشي تېریدلی، څوک کولنګ او بیلچه به لاس ولاړ وي، چا خپلې مخې ته ګیلمالې او تیشې ايښي وي، چا په رنګ لړلي کالي اغوستي وي او برشونه یې په لاس کې وي او څوک لاس مزدورۍ ته تش لاسونه ولاړ وي، په دوی کې مې یو څو ته وویل، چې د کار او ټولنيزو چارووزارت د تاسې غوندې کسان قطر ته ليږي، ځینې یې ډیر خوشاله شول، خو ځینو یې ویل، چې موږ واسطه نه لرو، تر موږ نه رارسيږي.
خو د نوموړي وزارت ویاند علي مختاري وايي، د دې لپاره چې څوک فکر ونه کړي، چې موږ به دغه کسان په واسطه یا په سفراش نیولي وي، د دوهم ځل لپاره نوم لیکنه پیلوو، غواړو چې حق حقدار ته ورسيږي.
ما ویل یوازې مسلکي کسان به ولیږئ او که غیرمسلکي کسان هم، که چیرې مسلکي کسان لیږئ، نو په کومو کومو برخو کې؟ علي مختاري ویل:
"د دغه کار یوه ځانګړنه دا هم ده، چې دوی له موږ نه د سرچوک له یوه مزدورکاره رانیولې تر ايجينر، ډاکټر، ملاامام، قاري، خټګر، خیاط، نلدوان، برقي او نجاره پورې، یاني د بېلابېلو برخو کسان یې رانه غوښتي.
په اوسنیو خبرو کې څرګنده شوې، چې دوی به تر دریو کلونو هلته وي، له درو کلنو وروسته به د دوی پر ځای نور کسان لیږل کیږي"
جوړونکی: نورګل شفق