د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۵۲

اربکي وسلوال که محلي پوليس؟

د ازادي راډیو په ننني ترشنه اسمان لاندې پروګرام کې په دوو جلا موضوعاتو بحث کوو.

په دې اول ساعت کې مو د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي او جنرال امین الله امرخېل مېلمانه دي.

دوی به د سیمه ییزو پولیسو چې ځیني خلک یې اربکي بولي په اړه بحث وکړي.

په وروستیو کې د افغانستان په ځینو سیمو کې له محلي پولیسو د خلکو شکایتونه زیات شوي دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:25:29 0:00
مستقیم لېنک

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:02 0:00
مستقیم لېنک



سره له دې چې ویل کېږي چې سیمه ییزو پولیسو په ځینو سیمو کې د امنیت له ټینګښت سره مرسته کړې خو د دغو ځواکونو له لوري د خلکو د ځورولو راپورونه هم ورکول کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مجتبي پتنګ په وروستیو کې ولسي جرګې ته ویلي و چې سیمه ییزو پولیسو د دوی له توقع سره سمه نتیجه نه ده ورکړې.

ده حتي ویلي و چې د محلي پولیسو له پروګرام سره موافق نه دی.

خو په دوهم ساعت کې به زموږ مېلمانه د ولسي جرګې دوه غړي رمضان بشردوست او حاجي صالح محمد صالح او همداراز په پارلماني چارو کې د دولت د وزیر ویندوی نعمت الله بشروال د ولسي جرګې له لوري د یوولس وزیرانو د استیضاح کولو په باب نظر څرګند کړي.

په دې بحث کې چې د ۴ بجو له خبرونو وروسته تر ۵ بجو دوام کوي په دې هم خبرې کوو چې ولي وزارتونه بودجه نه شي مصرفولی. د وزارتونو ستونزې څه دي؟
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG