د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

شفیق مرید خياطي کوله


Afghanistan -- Famous young Afghan singer Shafiq Mureed during a concert in Kabul, 25Jul2010
Afghanistan -- Famous young Afghan singer Shafiq Mureed during a concert in Kabul, 25Jul2010
د تاندې څانګې په دې پروګرام کې تاسو د شفیق له مخکیني ژوند، اوسنی حالت او راتلونکي پلانونو په اړه معلومات ترلاسه کولای شئ.

د ازادي راډیو خبریال "نورګل شفق" دا خپرونه چمتو کړې ده

زندګي مې بې له تا نه،
چې اسمان کې ستوري نه وي

زندګي دې بې له ما نه،
چې کتاب کې توري نه وي...

په ریښتیا هم اسمان په ستورو ښه ښکاري او کتاب په تورو او زندګي هم هله مفهوم او ښايست پيدا کوي؛ چې زړونه جوړ وي او تر منځ یې جدايي نه وي. ملګري، خپل خپلوان او زړونه دې خدای نه سره بېلوي. هغه ماشوم شفیق مرید چې په یوه روسي ټايپ کې به یې د نورو سندرغاړو سندرې زمزمه کولې او بیا به یې بیرته خپل غږ اوریده، اوس ګڼ شمېر مریدان لري.

د مرکې په موخه یې دفتر ته ورغلم، ور هم ده په خپله راته خلاص کړ، لاس یې په لاس کې راکړ، خپلې کوټې ته یې بوتلم، چې پر دیوالونو یې ده ته ورکړل شوي ستاینلیکونه نښولول شوي وو؛ تر څنګ یې د ده یو انځور هم و، ځای ځای د موسیقي ځينې آلات ايښي وو، د کوټې په یوه کونج کې د اوښ وړه مجسمه وه، چې کډه پرې بار وه او یوې خوا ته د ده کاري میز او چوکۍ وه.

زه یې د میلمه په ځای کینولم، شیريني یې مخې ته راته کېښوده او له شنو چایو یې یوه پياله راته ډکه کړه؛ ویل یې دمه شه، بیا به غږیږو. ما چای وڅښه، دمه مې وکړه او مرکه مې ورسره پېل کړه:

تاندې څانګې خپرونه نورګل شفق جوړوي، چې هره شنبه او دوشنبه له آزادۍ راډيو خپريږي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:57 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG