د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۰

کابل بانک يوه فاسده موسسه ګڼل شوې ده


فايننشل ټايمز:

د نړۍ د ډيرو خپريدونکو چاپي خپرونو توجه يو ځل بيا د کابل بانک لانجې جلب کړې ده.

فايننشل ټايمز ورځپاڼه په خپله تازه ګڼه کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې او څارنې د خپلواکې کميټې نوې رپوټ ته اشاره کړې او ليکي، په دې رپوټ کې کابل بانک يوه فاسده موسسه ګڼل شوې ده.

د فايننشل ټايمز په وينا د دې رپوټ په يوې برخې کې راغلې دي، چې هر افغان د هغو سلګونو ميليونو ډالرو بار پر خپلو اوږو وړي، چې د کابل بانک د بيا انسجام لپاره هغو ته اړتيا شته.

فايننشل ټايمز د همدې رپوټ په وينا څرګندوي، چې د کابل بانک ناکامي او د هغې اغيزې د افغانستان د کورني ناخالصه عايد پر پنځه شپږ فيصدو تاثير کوي، چې په دې حساب دا د نړۍ د بانکداري تر ټولو ستره ناکامي بلل کيدای شي.

واشنګتن پوسټ:

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې هم همدې مسالې ته اشاره کړې ده او ليکي، د افغانانو او بهرنيانو يوې خپلواکې کميټې دا څرګنده کړې ده، چې څرنګه سياسي مداخلې او په تحقيقاتو کې د يو شمير موسسو ناکاميو د کابل بانک قضيه له خپلې لارې پر بلې بيولې ده.

د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼې د ليکوال په باور په دغه اووه اتيا رپوټ کې عجيب اطلاعات افشا شوې دي.

د ورځپاڼې په باور دا رپوټ د دې لپاره چمتو شوي دي، چې د کابل بانک په قضيې کې د پيسو نړېوال صندوق ته د شوي پرمختګ په اړه ځواب وويل شي.

واشنګتن پوسټ ليکي، که چيرته دا ثابته شي، چې د کابل بانک په قضيې کې پرمختګ نه کيږي نو له افغانستان سره به چې مرستو ته اړتيا لري، نړېوالې کومکونه لږ شي.

ګارډين:

ګارډين ورځپاڼې هم د کابل بانک مساله راسپړلې ده او ليکي، تازه تحقيقات هغه حقايق او ټکي چې د افغان چارواکو ورته پام شوي نه دي او يا يې هم پر هغو سترګې پټې کړې دي، افشا کوي.

ګارډين د رپوټ دا برخه رابرسيره کړې ده چې هغه ګڼ کسان چې د کابل بانک په لانجې کې يې اساسي ونډه لرله خپلو کارونو ته دوام ورکوي، د ورځپاڼې په باور دا کسان نه له محکمو ويره لري او نه هم داسې انديښنه لري چې حساب کتاب به ورسره وشي.

ګارډين ليکي، په ميليونونو ډالر په بيلابيلو ډولونو حتي د يوه هوايي چلند د ډوډۍ په ډبيو کې له افغانستانه ايستل شوې دي او د دغه هوايي شرکت څښتن هم د کابل بانک له شريکانو څخه دي.

ګارډين د نوي خپاره شوي رپوټ په وينا ليکي، د هوايي چلند د دغه شرکت يو شمير کارکوونکو د پيسو د ليږديدونکو پيلوټانو په نوم تر درې لکه شل زره ډالرو پورې معاش اخيستي دي.

د افغانو او نړيوالو ګډې کميټې مشر دارګو کاوس چې د کابل بانک په برخه کې يې تحقيقات کړې دي ګارډين ته ويلې دي، د فساد په قضيو کې عادتا خلک پيسې ورکوي او بيا يې په مقابل کې څه غواړي خو د کابل بانک په مساله کې خلکو پيسې ورکړې دي، پرته له دې چې څه وغواړي، نو دا تر اداري فساد بدتره هڅه ده.
XS
SM
MD
LG