د کابل ورځپاڼو نن تر ډیره د ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته حالاتو په اړه د ولسمشر کرزي په پرونیو څرګندونو بحثونه کړی، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.
سرنوشت:
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د ولسمشر کرزي د دې څرګندونو ملاتړ کړې، چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته به حالات ښه شي.
ورځپاڼه لیکي، چې افغان ولسمشر تر دې مخکې هم په دې اړه مهمې څرګندونې کړې وې او ویلي وو، چې لویدیځې رسنۍ او په افغانستان کې د دوي لاسپوڅي په خپلو تبلیغاتو د افغانستان خلک له راتلونکې ویروي او په دې ډول غواړي خپلو اهدافو ته ورسیږي.
ورځپاڼې لیکلي، چې لویدیځ او په تیره بیا امریکا د داسې تبلیغاتو له لارې هڅه کوي، چې په افغانستان کې نه یوازې خپلې ګټې خوندي کړي، بلکه دلته د خپل پوځي حضور د دوام لپاره زمینه هم برابره کړي.
ورځپاڼه لیکي، لویدیځې رسنۍ وایی، چې افغانستان به له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته له یو ځلې بیا له کورنۍ جګړې سره مخامخ شي، دولت به یی سقوط وکړي، اقتصادي حالت به یی خراب شي او یو ځل بیا به طالبان واکمن شي.
خو ورځپاڼې اټکل کړې، چې حالات به په ښه لوري پرمخ ولاړ شي او دا ځکه، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به له وسله والو مخالفینو د جګړې پلمه واخستلې شي.
محور:
محور نا دولتي ورځپاڼې بیا د ولسمشر کرزي د پرونیو څرګندونو په اړه د ځینو کتونکو نظرونه راخستي او لیکلي، چې اکثره دغه کتونکي د حکومت له دې دریځ سره موافق دي، چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته بحران نه راځي.
خو د ورځپاڼې په وینا دغه کتونکي ځینې شرایط مطرح کوي او وایی که دغه شرایط پوره نشي، نو د ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته او یا لږ په ځنډ په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د بحران امکان زیات دې.
ورځپاڼه لیکي، چې د کتونکو په شرایط کې د شفافو انتخاباتو ترسره کول، د اقتصاد غښتلي کول او د خلکو او حکومت د سیاسي ارادې پیاوړې کول شامل دي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې افغان حکومت باید له کوم ممکنه بحران د مخنیوي لپاره باید ځینې مهم بدلونونه راولي او دا ځکه، چې اوسنې حکومت او ملي شورا هیڅ راز وړتیا نه لري او له بل لوري همدا اوس په ملي شورا او حکومت کې جګړه ماران واکمن دي.
د ۲۰۱۴ میلادي نه د وروسته حالاتو په اړه دا اندیښنې او اټکلونه پداسې حال کې بیانیږي، چې د ګاونډیو هیوادونو لاس وهنه او په افغانستان کې د نفوذ د پراخولو هڅې بله مهمه مسله ده، چې پراخې اندیښنې یی زیږولي.
خدمتګار:
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې پدې ترڅ کې په افغانستان کې د نفوذ د زیاتولو لپاره د ایران په هڅو بحث کړې او لیکلي ایران اوس داسې هڅې پیل کړي، چې د افغانستان راتلونکي ته بڼه ورکړي.
ورځپاڼه د یو شمیر کتونکو په حواله لیکي، چې ایران دا هڅه هم کوي، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون په اړه روانې خبرې له ستونزو سره مخامخ کړي.
ورځپاڼې لیکلي، چې یو شمیر افغان کتونکي دا باور څرګندوي، چې افغانستان اوس مهال د ایران د نفوذ په محاصره کې دې او له بل لوري اوس مهال په هیواد کې شپږ داسې ټلویزیوني چینلونه او دولس راډیو ګانې دي، چې د ایران لپاره کار کوي.
په ورته وخت کې د ورځپاڼې اوس مهال د پاکستان د استخباراتو ترڅنګ د ایران استخبارات هم د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې زیات فعال دي.
ورځپاڼې په پاې کې د کتونکو په حواله دا سپارښتنه کړې، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ په امنیتي تړون کې له ایران او پاکستان سره اړیکې باید په نښه شي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په هیواد کې د ملي صنایعو د ودې په اړه د ولسمشر په پرونیو سپارښتنو بحث کړې او لیکلي، چې اوس مهال په هیواد کې بهرنۍ پانګونې ته ښه موقع برابره شوې ده.
ورځپاڼه لیکي، چې ښاغلي کرزي ډاډ څرګند کړې، چې له ۲۰۱۴ میلادی کال وروسته به د هیواد ملي صنایع لا نوره وده وکړي او په خپل ځان به بسیا شي.