د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

له افغانستانه وتل څومره وخت ته اړتیا لري؟


نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې: له افغانستان څخه وتل څومره وخت ته اړتیا لري؟ تر سرلیک لاندې یوه مقاله لیکلې او په یوې برخې کې یي لیکې:

وروستې خپاره شوې معلومات چې وایي، متحده ایالات به په ۲۰۱۴ م کال په افغانستان کې له لس زرو زیات عسکر ونلرې، د حیرانتیا خبره ده.

ورځپاڼه لیکې، دا اعلان له یوې خوا ښېې چې د امریکا متحده ایالاتو له افغانستان څخه د خپلو ۶۶ زرو عسکرو د ایستلو لپاره څومره وخت او مهلت په پام کې نیولی او له بلې خوا پوښتنه مطرح کیږي، چې امریکا به څنګه تر ۲۰۱۳ کاله پورې په افغانستان کې ۶۰ زره عسکر وساتې او په ۲۰۱۴ م کال کې به یي شمېر یو دم لس زرو ته راټیټ کړي.

د ورځپاڼې په باور، د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما ممکن سیاسي شرایطو ته په پام، په دي ډول مهال ویش قانع نشي.

که چېري له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو وتلو ته له یوه کال څخه د زیاتې مودې اړتیا وې، نو پوښتنه مطرح کیږي چې امریکا ولې سر له اوس نه له افغانستان څخه د عسکرو ایستل نه پیلوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکې: له افغانستان څخه به د امریکایي ځواکونو د ایستلو پیل، دوې ګټې ولرې.

یوه دا چې امریکایي عسکر به له ټاکلې مودې څخه یو کال مخکې د جګړې له ډګر څخه ووځې او یو کال به له تلفاتو پرته تېر کړي.

بله دا چې امریکایي عسکر به د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې حضور ونلرې او که چېري دا ځل هم انتخابات له درغلیو او فساد ډک شي، حد اقل دا ځل به امریکا له دي تهمت څخه خلاصه شي چې له درغلیو څخه د ډکو انتخاباتو ملاتړ یي کړی دی.

ګارډین:

انګلستان چاپ، ګارډین ورځپاڼې هم له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو او مهال ویش په اړه یو مضمون لیکلی او په یوې برخې کې یي راغلي:

نن سبا چې له افغانستان څخه د امریکایي عسکر د وتلو خبره ګرمه ده او امریکایي ورځپاڼې له ۲۰۱۴ م کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمېر په اړه لیکنې کوې، د انګلستان حکومت هم له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو د مهال ویش په اړه بحثونه پیل کړیدي.

ګاردین د یوه انګلیس چارواکي له خولې لیکي:

د انګلستان د حکومت لپاره څو ډوله انتخاب په مخ کې دی او د دې هېواد صدراعظم به بالاخره پریکړه کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، انګلستان له افغانستان څخه د امریکایي عسکرو د وتلو مهال ویش ته منتظر دی او دا ځکه چې متحده ایالات په افغانستان کې د بل هر هیواد په پرتله زیات عسکر لري.

د انګلیسي ځواکونو د وتلو مهال ویش به بي له شکه د امریکا په پریکړې پورې اړوند وي. که چېري داسي ونشي نو له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو کې به بي نظمۍ او ګډوډۍ رامنځ ته شي.

ګاردین وړاندي لیکې:

که څه هم چې د افغان پوځ له لیکو څخه په بهرنیو عسکروباندې حملو کې انګیس ځواکونو ته هم تلفات اوښتې او انګلستان په هلمند ولایت کې یوشمېر پوځې اډې تخلیه کړې، خو بیا هم ددي هیواد چارواکې وایي، په افغانستان کې یي پرمختګونه کړې او له دي هیواد څخه د تدریجې وتلو ملاتړ کوي.
XS
SM
MD
LG