د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۴

له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو نقشه

نړېوالو رسنیو تر ډېره په افغانستان کې د وروستیو اعدامونو او له افغانستان څخه د نړېوالو ځواکونو د وتلو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

نيويارک ټايمز

د افغانستان په اړه لويديځو ورځپاڼو يو ځل بيا د پلچرخي په زندان کې د اعدامونو او د نړيوالې ټولنې د عکس العملونو مساله تر نورو مسايلو ډيره راسپړلې ده.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي، يوه مياشت وروسته تر دې چې پاکستان له خپلو زندانونو د افغان طالبانو له خوشې کېدو سره موافقه وکړه؛ د ولسمشر کرزي حکومت د يو شمير نورو جنايت کوونکو په منځ کې شپږ تنه طالبان هم اعدام کړل.

د ورځپاڼې په باور دا د دې څرګندونه کوي، چې ولسمشر کرزي تر څه بريده په يوه حساس حالت کې دی، داسې چې يوه اړخ ته غواړي له طالبانو سره د ډيپلوماسي او سياست لاره خپله کړي او بل لور ته هغوي ته ښکاره کړي؛ چې تر څه بريده د دوی له ترورستي هڅو سره مخالف دي.

نيويارک ټايمز دا هم ليکي، چې طالبان چې په خپله د جنايت کوونکو د سختې سزا پلويان وو او مجرمان به يې د خلکو مخې ته اعدامول، اوس يې د ولسمشر کرزي د اعدام پر پريکړې نارې سورې جوړې کړې دي.

ورځپاڼه د طالبانو د وياند ذبيح اله مجاهد خبرې ته اشاره کوي؛ چې د بشري حقونو ډلو ته يې مخه کړې ده او ويلي يې دي، چې د طالبانو بنديان جنګي اسيران دي او د هغوی وژل د نړيوالو حقوقو له اصولو سره مخالفت دی.

نيويارک ټايمز ورځپاڼه د ولسمشر کرزي د قانوني سلاکار نصر الله ستانکزي په وينا ليکي؛ د اعدام حکم اسانه نه دی، بايد يو لړ مراحل کچ کړي څو قانوني تشه پاتې نه شي او د دغو کسانو په برخه کې چې اعدام پرې تطبيق شو، دا مرحلې بشپړې شوې وې.

ايروايشيا ويو

ايروايشيا ويو خپرونې بيا يوه بله مساله څيړلې ده، دا خپرونه تر دې سرليک لاندې، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو نقشه، ليکي، له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتلو ته ډير وخت پاتې نه دي او د ځواکونو د وتلو مسوولانو له افغانستانه د پوځي تجهيزاتو او پوځيانو د ايستلو لارې چارې سنجولې دي.

د ايروايشيا ويو خپرونې په وينا د پلان له مخې بيلابيلې لارې چارې سنجول شوې او نشاني شوې دي. په دې لارو کې د ازبکستان، قزاقستان، روسيې، بل لور ته د تاجکستان قرغزستان لاره، همداراز د پاکستان او دوبي، اردن لارې سنجول شوې دي.

خپرونه ليکي، پرته له څه شکه چې د اوبو او مځکې لارې ارزانه دي او د دوبی اردن لاره که څه هم يوه برخه د هوا له لارې کچ کيږي؛ بيا هم ممکنه ده چې ډير وسايل له دې لارې وايستل شي.
د خپرونې په وينا، که له هرې لارې دا وسايل ايستل کيږي بايد د لارې پر سر هيوادو له ډرانزيډي قوانينو سره څه ستونزه راپيدا نه شي؛ نو د همدې لپاره په کار ده، چې د وسايلو په ايستلو کې دقت وشي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG