د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۷

پانګوالو ولې بهر ته مخه کړې؟


د افغانستان بانک رئیس نورالله دلاوري مني چې له هیواد څخه یو شمېر بانکونو په غیر قانونې ډول ډالر بهر ته انتقال کړي او له قانون څخه سرغړونکې به له څېړنې وروسته څارنوالۍ ته معرفې کړې.

ښاغلي دلاوري ازادي راډیو سره په خبرو کې دا هم ویلې، چې په روان کال کې تر اوسه له دري میلیاردو څخه زیات امریکایي ډالر له افغانستان څخه په جعلې اسنادو وتلي دي.

پوښتنه دلته ده، چې د افغانستان په څېر د کمزوري اقتصاد لرونکي هیواد څخه د دومره زیاتو پیسو وتل به په مات ګوډ اقتصاد او راتلونکې څه ډول اغېز وکړي؟

که امنیت د سترو اساسي پروژو او پانګونو لپاره پلمه وي، د افغانستان په زیاتو هغو برخو کې چې نسبې امنې دې، هلته هم کوم د نظر وړ پانګونه نه ده شوې او پانګوالو ولې بهر ته مخه کړې؟

دا او نورې پوښتنې به له درنو میلمنو سره په خبرو کې ځواب شي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:46:46 0:00
مستقیم لېنک

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:48:19 0:00
مستقیم لېنک


د کابل په سټډیو کې رابللې مېلمانه دي:
۱- د افغانستان بانک رئیس ښاغلی نورالله دلاوري
۲- د ولسي جرګې د ملې اقتصاد د کمیسیون غړی ښاغلی منور شاه بهادري
۳- د کابل پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي استاد ښاغلی یوسف سیحون
XS
SM
MD
LG