د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۱۴

د ځوانو رهبرانو کنفرانس

اوس وخت د ځوانانو دی، خو یوازې د ځان په کیسه کې نه بلکې د خپلې ټولنې، د خپل هېواد او ټوله نړۍ په کیسه کې باید واوسو، لومړۍ باید ځان ته بدلون ورکړو بیا نړۍ بدلولی شو، داسې څه مریم ناصري وايي، چې د محصلينو د نړېوالې ټولنې یا AIESEC (آيسک) د ۲۰۱۲ کال د ځوانو رهبرانو کنفرانس ګډونواله وه.

! د دې پيغلې په څېر ګڼ شمېر نجونې او هلکان د کابل پوهنتون په یوه تالار کې د ځوانو رهبرانو په کنفرانس کې سره راټول شوي وو، دغه کنفرانس د آيسک موسسې لخوا جوړ شوی و، آيسک یوه خپلواکه نړېواله ټولنه ده، چې د ملګرو ملتونو له منځ ته راتګه دوه کاله وروسته یاني په ۱۹۴۸ کې د اروپايي محصلینو له خوا د ځوان کهول د ضرفیتونو د لوړاوي په موخه رامنځ ته شوې.

څه د پاسه ۱۰۰ هېوادونو کې فعالیت کوي او تر ۵۰ زرو زیات غړي لري، چې شمېر یې کال په کال زیاتيږي او افغانستان یې په ۲۰۰۲ کال کې غړیتوب ترلاسه کړی.

یو ځوان احمدالله موج چې د کابل د پول تخنیک پوهنتون محصل دی، د آيسک غړی دی او په نوموړي کنفرانس کې یې د روزونکي په حیث ګډون درلود، وايي چې زموږ یوه مهمه موخه همدا وه، چې څنګه د ځوانانو له ذهنونو د رهبریت په اړه سوی تفاهم له منځه یوسو، دوی فکر کوي، چې رهبري يوازې په سیاسي برخه کې کیدلی شي، خو موږ غواړو ځوانان دې ته متوجه کړو، چې یو نجار یو دهقان هم رهبر کیدلی شي او رهبریت له خپله کوره هم پېلولی شو.

چا چې د وخت قدر کړی او چا چې بدلون له ځانه پېل کړی، کامیابي یې په برخه شوې.

د کنفرانس تر څنګ دوی ورکشاپونه او ګروپي کارونه هم لرل، ځوانان ټولي ټولي سره ناست وو او په مختلفو موضوعګانو یې خپل نظرونه سره شریکول او بیا یې بحث ورباندې کاوه، د ټاکل شوي وخت له پای ته رسېدو سره به یو زنګ ووهل شو، ټولو به کار پای ته ورساوه، هر ټولي خپل یو ویاند درلود، ویاند به د خپل ټولي د بحث رپوټ په ټاکل شویو دوو دقېقو کې ټولو ګډونوالو ته وړاندې کړ او وروسته به د ګډونوالو له لوري پوښتنې پیل شوې، چې ویاند او دوو مرستندویانو به ځواب ورته وایه.

د یوه ټولي ویاندې مریم ناصري، چې زرغون رنګ کالي يې اغوستي وو، د خپل ټولي رپوټ وړاندې کړ، ما ترې وپوښتل، چې په څه مو بحث سره وکړ، هغې وویل چې زموږ موضوع د افغانستان طبيعي زیرمې وې، چې د یوه ځوان په حیث څنګه کولی شو له دغو زیرمو سمه ګټه واخيستل شي.

خالد احمد دیاني چې د آیسک فعال غړی دی، په دې خوشاله و، چې هم د نجونو شمېر په دې کنفرانس کې زیات و او هم د ځينو ولایتونو محصلینو په کنفرانس کې ورسره ونډه اخيستې وه.

کله چې یو لس دقیقې دمه شوه، نو یو ځوان مې ولېد، چې د قميض غاړه یې ګلدوزي شوې وه، فکر مې وکړ، چې ښايي د کندهار یا د هلمند به وي، اخر د هلمند وخوت، ځان یې اينجينرشاه محمد علي زی رامعرفي کړ، ما ویل په دغو درو ورځو کې دې څه زده کړل او د هلمند نورو ځوانانو ته به دې څه خېر ورورسيږي؟ نو ده وویل، هغه څه چې دلته مو زده کړل له هلمندي ځوانانو سره به یې شریک کړو.

د شاه محمد علي زي په څېر نور ځوانان هم د ځوانو رهبرانو له کنفرانسه ډیر خوشاله وو، چا خو بیا دا هم ویل، چې کاش د درو ورځو پر ځای یو څه ډیر وای.

دوستانو! کنفرانس د پای شېبو ته نږدې و، غوښتل مې دفتر ته راستون شم او د (آيسکرانو) لخوا راکړل شوی کارت بیرته دوی ته وسپآرم، خو له تالاره د راوتلو پر مهال مې یوه میز ته پر چوکۍ ناست یو ځوان ولید، مخې ته یې دلۍ سرټيفيکټونه ايښي وو او ده په بېړه بېړه لاسلیکول، دغه ځوان رامين یعقوبي و، د ۲۰۱۲ کال د ځوانو رهبرانو کنفرانس مشر... ما ویل دا څه دي، هغه وویل، دا د هغو ځوانانو سرټيفيکيټونه چې له موږ سره یې په کنفرانس کې برخه اخيستې وه.

له یعقوبي سره مې خدای پاماني وکړه، کارت مې بېرته وروسپاره او له پوهنتونه د راوتلو پر مهال مې له ونو راتویو شویو وچو پاڼو تر پښو لاندې کرپ کرپ کاوه او هغه لنډۍ رایاد شوه چې:

څانګې به نن سبا کې ګل شي
ما یې په سر کې سرې غوټۍ لیدلي دینه

تاندې څانګې په کابل کې نورګل شفق جوړوي:
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:08 0:00
مستقیم لېنک
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG