د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۳۹

د کانونو د استخراج په تړونونو کې د شفافيت مسئله

په پنجشېر کې ځينې کان سپړونکي
په پنجشېر کې ځينې کان سپړونکي
د ازادي راډیو په نني ترشنه اسمان لاندې پروګرام کې د افغانستان د کانونو، د کانونو د قانون، د کانونو د استخراج او د کانونو د استخراج په قرادادونو کې د شفافیت په اړه بحث کوو.

افغانستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې زیات کانونه لري، ځیني یې کشف شوي خو ځیني یې لا موندل شوي نه دي.

د امریکا د جیالوجیکو څېړنو د ادارې له سروې سره سم د افغانستان تر مځکې لاندې زېرمو ارزښت شاوخوا درې تریلیون ډالرو ته رسېږي. او د افغانستان د کانونو وزارت بیا وايي چې د افغانستان د دې خزانې ارزښت تر دې ډېر لوړ دی.

که هر څومره وي په دې کې شک نشته چې کانونه به د افغانستان د اقتصاد لپاره ډېر مهم رول لوبوي.

هم د افغانستان دولت او هم نړیواله ټولنه له کانونو څخه سمه استفاده له اقتصادي نظره په خپلو پښو د افغانستان د درېدو لپاره مهم بولي.

افغانان هیله لري چې دا طبیعي او خدای ورکړې شتمني یې ضایع نه شي او د شفافې او له فساده لېرې پروسې له لارې استخراج شي.


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:27:04 0:00
مستقیم لېنک


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:00 0:00
مستقیم لېنک


مېلمانه:

د کانونو د وزارت د پالیسۍ او پلان عمومي رييس عبدالجلیل جبراني

د کانونو د وزارت ویندوی جواد عمر

د اقتصادي او سیاسي چارو کارپوه اجمل سهیل
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG