د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۱۰

د افغانستان انتخابات به عادلانه وي؟


زیات شمېر افغانان د قانون د حاکمیت او په خاص ډول په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته وضعې په اړه اندیښنې لري او دا ځکه چې یو شمېر پخواني جهادیان چې په تېرو دیرشو کلونو کې یي د جهاد په نامه هر ډول مادې او دولتې امتیازات تر لاسه کړي او داسي فکر کوي چې د همدي کلمې پر اساس یي ملت پوروړی دی او تر څو چې دا ځمکه آسمان وي تل به دغه جهادیان وي، بیا مټې پړسوي او د سیاسي واک لپاره پوځې سنګرونه ټينګوي.

څو ورځې وړاندي د افغانستان د اوبو او برښنا وزیر اسمعیل خان په هرات ولایت کې پخوانیو جهادي قوماندانانو ته د خبرداري په ژبه وویل چې د جمهوري ریاست په راتلونکو انتخاباتو کې باید جهادیانو ته راي ورکړي او په هر چا پسي به نه ځغلي.

دا چې د افغانستان یو برحال وزیر د ملی پوځ او ملي پولیسو او ملی امنیت پرځاي په علني ډول وسله والې ملیشې جوړوي، ددې کار عواقب به څه وي؟ آیا دا ډاد شته چې د جمهوري ریاست راتلونکې به آزاد، شفاف او عادلانه وي؟ آیا دا ډاد هم شته چې په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو ورورسته به افغان امنیتي ځواکونه د خلکو امنیت او د هیواد ملي حاکمیت وساتې او که یو ځل بیا به د جهادیانو په اټن کې افغانستان د جګړو او شخړو په دام کې ښکیل شي؟


هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:44:35 0:00
مستقیم لېنک

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:48:34 0:00
مستقیم لېنک


کابل سټډیو ته رابللې میلمانه دي:
۱ – د وسلی جرګې غړی محترمه ناهیده فرید
۲ – په سیاسی مسئلو کې د نظر خاوند ښاغلی داود سلطانزوى
۳ - د سیاسي او حقوقی مسئلو کار پوه ښاغلی اجمل هوډمن
۴ – د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو استاد ښاغلی پوهاند ودیر ساپى
XS
SM
MD
LG