راپورونه وايي، نژدې لسو افغان پناه غوښتونکو د فنلنډ په پلازمېنه هلسينکي کې وروسته تر هغه د نه خوړلو اعتصاب پيل کړ، چې د دوى د پناه غوښتنې درخواستونه رد شول. ويل کېږي د دوى له اعتصاب څخه مياشت اوښتې ده.
ازادۍ راډيو په ناورې کې د افغانستان له سفارت سره چې د فنلنډ چارې هم پرمخ بيايي تماس ونيوه، خو څوک يې د خبرو لپاره پيدا نه کړ، چې د دغو افغانانو ستونزې ورسره شريکې کړي.
په فنلنډ کې د افغانانو د فرهنګي ټولنې يوه مشر ريحان خان ستوري د دغو افغان پناه غوښتونکو په استازيتوب له صالح محمد صالح سره په مرکه کې وويل، چې هېچا يې غږ نه دى اورېدلى او ځينو کسانو خپلې خولې هم ګڼدلې دي.