د افغانستان د بېلابېلو لیرې سیمو هغه شاګردان، چې له ښوونځیو فارغ شوي وایي، دې ته زړه نه ښه کوي چې د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي.
د مثال په توګه د بغلان ولایت څو فارغیو زده کونکو ازادي راډیو ته ویلي، چې دوې مسلکي استادان نه لري او د ریاضي او ساینس مضمونونه یې هغسې چې لازمه ده زده نه دي، نو ځکه خو په کانکور کې برخه نشي اخیستلای.
شاګردان دا بې انصافي بولي، چې په ښوونځیو کې ورته امکانات نشته خو په کانکور کې ترې سختې پوښتنې کیږي.
فریده هوډ سیفي په دې اړه د افغانستان د پوهنې د وزارت له ویاند امان الله ایمان سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې د مسلکي معلمانو د نه لرلو په ستونزې پوښتلې، چې د معارف مسولان په دې برخه کې څه کوي؟