نیویارکر ورځپاڼه په خپلې تازه ګڼه کې د پاکستاني څیړونکي او خبریال احمد رشید مقاله خپره کړې ده، د دې مقالې عنوان دی، ملالۍ یوسفزۍ کولی شي چې په پاکستان او افغانستان کې سوله ټینګه کړي؟
تر دې سرلیک لاندې لولو، له کلونو راهیسې امریکا او افغانستان وایي، د افراطیانو مرکزونه په پاکستان کې دي او دا هیواد باید د هغوی پرضد عملیات وکړي، خو پاکستان تل د دې غوښتنې په وړاندې مقاومت کړی.
خو وروسته تر دې چې پر څوارلس کلنې ملالۍ یوسفزۍ په سوات کې طالبانو ډزې وکړې، د دې هیواد دننه لور د لور دا غږ راپورته شو چې په شمالي وزیرستان کې دې د افراطیانو پرضد عملیات وشي.
د احمد رشید په وینا د پاکستان حکومت نه شي کولی د تل لپاره پر دغو غوښتنو سترګې پټې کړي، اخر به ګام اخلي او په دې ډول به د افغانستان غوښتنه هم پرځای شي.
نیویورکر ورځپاڼه وړاندې لیکي، د پاکستان پوځ چې په دوه زره نهم کال کې په سوات کې د مولانا فضل اله پر ډلې عملیات پیل کړل، دی له خپلو ملاتړیو سره مجبوره شو چې افغانستان ته وتښتي. پاکستانی ژورنالست احمد رشید د یو شمیر افغان چارواکو په وینا چې هغوی د خپلو نومونو له یادیدو ډډه کړې ده، وایي، افغانستان د مولانا فضل الله ملاتړ کوي خو افغان حکومت ظاهرا دا خبره ردوي.
د احمد رشید په باور اوس اسلام اباد او کابل د یوه بل په وړاندې دریدلي دي، ځکه چې پاکستان پر کونړ پر هغه ځای چې مولانا فضل اله هلته پناه وړې ده، برید کوي، چې له دې سره افغانان په قهر شوې دي او له خپل حکومته غواړي چې د پاکستان پرضد لاس په کار شي.
د ورځپاڼې په وینا په داسې حال کې چې پر پاکستان کورني او بهرني فشارونه روان دي، کیدای شي چې د افغانستان د ستونزو لپاره یوه مناسبه حل لاره پیدا شي، خو پاکستانی څیړونکی احمد رشید وایي، افغانستان باید په دې برخه کې لومړی ګام واخلي.
په مقاله کې وړاندې لولو، که چیرته افغانستان مولانا فضل اله د پاکستان حکومت ته وسپاري، په ځواب کې به یې ښایي د پاکستان پوځ دې ته چمتو شي چې له خپلې خاورې د افغانستان دننه د طالبانو د هڅو مخه ونیسي، هغوی د خبرو میز ته راکاږي او ورو ورو هغوی بیرته خپل هیواد ته ستانه شي.
د نیویارکر په وینا د امریکا د نوې دورې ولسمشر باید په دې برخه کې ډیره پانګونه وکړي، ځکه چې پر ځوانې ملالۍ شوي برید په پاکستان کې هغه ور پرانیستی دی چې د کلونو په ترڅ کې بهرني فشارونو دا کار ونه کړ.
د لندن ټایمز ورځپاڼې هم په خپلې تازه ګڼه کې دې ته ورته مطلب خپور کړی دی او لیکي، افغانانو د وریځو له ها خوا د وزیرستان غرنۍ سیمې ته سترګې نیولې دي او ښایي خپله راتلونکې په همدې درو کې د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې ویني.
د ټایمز ورځپاڼې په وینا وزیرستان د ترورستانو، افراطیانو او پاکستاني او افغان طالبانومرکز دی، نو که چیرته دا سیمې تصفیه شي پرته له څه شکه به د افغانستان پر وضعیت ډیر اغیز وکړي.