وايي، چې ازمویل شوی ملګری په بیا بیا مه ازمویه!
خو بیا هم ځينې ملګري له خپلو ازمویل شوو انډيوالانو لوړې تمې لري، د هغوي ستونځو او ازادۍ ته پام نه کوي، که هره تمه یې پر ځای کړي، ښه ملګری یې بولي، خو که د خپلې بې وسۍ او ناتوانۍ له کبله یې تمه ور پوره نه کړي، نو ملګرتیا ورسره ختموي.
ورته وايي، چې پخوانۍ خونده دې نشته، ته د ملګرتیا سړی نه یې، اوس دې پيسې پيدا کړي دي، موږ په نظر نه درځو... بلا تورونه پرې لګوي.
د مینې او ملګرتیا پالل هم هغه د چا خبره قرباني غواړي، په یوه سندره کې مې اوریدلي وو، چې:
مینه سر کې څه اسانه غوندې ښکاري
رسول یې سر ته ګرانه غوندې ښکاري
د دوستۍ سر ته رسول هم اسانه خبره نه ده، د هغو ملګرو، چې تل خپل زړه ته ګوري، د بل ملګري زړه او د ستونځو په کیسه کې نه وي، ملګرتیا ډيره نه پايي، لکه د غڼې تار په وړه بهانه پرې کیږي، له دوی سره یاري ډیره سخته وي.
د ستونځې په وخت کې له ملګري سره مرسته کول د ملګرتیا یو اصل ګڼلی شو، خو څه وايي، چې بنده تر خپله وسه پړ دی، د هغوي له وسه پورته غوښتنې باید ترې ونشي.
ښه ملګری د خپل ملګري په خوشالۍ خوشاله او په خفګان خفه کیږي. یو ځوان تاج محمد وايي، چې که له یو چا سره ملګرتیا کوو، باید د هغه د خویونو په اړه ځان پوه کړو، چې په څه خوشالیږي، په څه خفه کیږي، څه یې په وس کې دي، څه یې په وس پوره نه دي... له دې سره د ملګرو ترمنځ د خفګان مخه نیولی شو.
یو بل ځوان حمید الله سادات هم وايي، چې په ملګرتیا کې باید د ملګرو ترمنځ اعتماد و اوسي، د هغه له وسه پورته غوښتنې ترې ونشي، ستونځې یې درک شي او په وړه خبره ورسره څوک باید د کلونو ملګرتیا پای ته ونه رسوي.
د اخلاقو د پوهانو له نظره د ملګرو ترمنځ د خپګان وجه دا ده، چې اکثره کسان د نورو خلکو فردي حقونو ته احترام نه لري؛ موږ که نورو ته اجازه ورنه کړو، چې په خپله خوښه ژوند وکړي او د نورو فکر، ذوق او غوښتنو ته احترام ونه لرو، نو له نورو سره ګوزران به راته سخت شي.
(له ځوان تبله وهونکي ابراهیم قیومي سره مرکه )
تاندې څانګې خپرونه په کابل کې نورګل شفق جوړوي.