د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۳۰

پوهنتونونه ولې سیاسي شوي؟


راک موسيقي د موسیقۍ له وتلیو ډولونو ده، چې په ۱۹۵۰ کال کې د (راک اینډ رول) په نامه په امریکا کې رامنځ ته شوه، راک په انګریزۍ کې یو خوا بل خوا خوځيدو ته وايي، دې موسيقۍ په ۱۹۶۰ او تر دې راوروسته په بېلا بېلو ډولونو په ځانګړي ډول په بریتانیا او متحده ایالتونو کې پرمختګ وکړ.

برقي ګیټار، باس ګيټار،ارګون، پیانو، ځانګړي ډولوونه، چې ډرمز یې بولي او ځینې نور الات په کې کارول کیږي.

په کابل کې څه موده وړاندې د استقلال لیسې، د فرانسې فرهنګي مرکز په تالار کې د (ساونډ سنټرل) په نامه یو فیسټيوال جوړ شو، چې د موسیقۍ ځينو ځوانو ډلو راک، هیپ هاپ او د موسیقۍ ځینې نور ډولونه مینه والو ته وړاندې کړل.

قیس له یوې ډلې (ډيسټریک آن ناون) سره ګيټار غږوي، دی د خپلې ډلې په اړه وايي، چې درې کاله وړاندې یې جوړه کړې، په انټرنټ کې به یې د نورو بینډونو سندرې اوریدلې او ترې زده کولې به یې.

په دغه فیسټيوال کې له پاکستان، سریلانکا، منځنۍ اسیا او له اروپا هم ځینو راغلیو سندرغاړو برخه اخيستې وه، ګڼ شمیر افغان ځوانان یې هم لیدو ته ورغلي وو، یو څو ځوانان مې وپوښتل، چا ویل، چې خوند مو ترې واخیست، خو چا ویل چې له شور او چغو پرته بل هيڅ شی نه و.

خو یوسف احمدشاه، چې د دې موسیقۍ یو افغان ووکلیست یا سندرغاړی دی، وايي چې که څه هم زموږ د سندرو ډول غربي او يو څه بل ډول دی، خو موږ په دې موسیقۍ کې هم خپل خلک، خپل هیواد او کلتور خلکو ته وړاندې کوو.

باید ووایو، چې لويديځه موسيقي د امیر عبدالرحمان خان په وخت کې افغانستان ته راغله.

چې زړه جوړ وي او ماغزه ارامه وي، ښايي سړی له موسیقۍ هم خوند واخلي، له خوړو هم او له ژونده هم...

خو که زړه ناجوړه وي او ماغزه ناارامه، نو سړي ته ځمکه اور ګرځي او ځای نه ورکوي.

د پوهنتون ځینو زده کوونکو ته هم اوس خپل پوهنتون د ښوونې او روزنې ځای نه بلکې د سیاست میدان ښکاري.

عزيز احمد تسل د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي زده کوونکی دی، هغه وايي، چې پوهنتون د زده کړې ځای دی، خو ځينې ډلې هڅه کوي، چې زموږ فکر له زده کړې بلې خوا ته واړوي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند عظيم نوربخش که یو خوا وايي، چې پوهنتون کې سیاسي کړنو ته اجازه نه ورکوي، نو بلخوا دا هم مني، چې ځينې کسان پوهنتون کې سیاسي کړنو ته ځوانان هڅوي.

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون، چې اوس د جمهور ريس په فرمان د استاد برهان الدین رباني په نوم نومول شوی، د دې څرګندونه کوي، چې جمهور ريئس پخپله پوهنتونون ته د سیاست اور راپاشي، دا خبره شاعر او لیکوال محمدیار یار کوي او ټوله پړه پر افغان دولت وراچوي.

په دې وروستیو کې د پوهنتون د نوم د بدلون موضوع هم ګڼ ځوانان خواشيني کړي، پخوا به ډلې ډلې پوهنتون ته روان وو، خو اوس یې د زده کړې وخت په لاریونونو تیريږي، ما ویل د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتون د نوم د بدلون په غبرګون کې څه ونه ویل؟

نو د دغه وزارت ویاند عظيم نوربخش یو څو شیبې راته ځير شو او بیا یې وویل، چې د لوړو زده کړو وزارت د مصوبو او د حکم تطبيق کوونکی دی، چې دغه فرمان یې هم باید تطبیق کړی وای.

ډاکټرفيض الله ځلاند چې په جرمني کې یې زده کړې کړي، ځوانان له سیاسته نه منع کوي، وايي چې هر ځوان باید سیاسي روحیه ولري، خو دا لارښوونه ورته کوي، چې په پټو سترګو دې په یوه کاروان کې نه ورګډيږي او نه دې هم په پټو سترګو د یو چا پلوي کوي. ځينې معیارونه باید په پام کې ونيسي.


تاندې څانګې د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه ده، چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي. دا خپرونه هره شنبه قضا ماسپښين او هره دوشنبه تنکۍ غرمه خپریږي.
XS
SM
MD
LG