د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۷

پر ملالې یوسفزۍ د برید په اړه له مختیار خان یوسفزي سره مرکه


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له ایالتي مشر مختیار خان یوسفزی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له ایالتي مشر مختیار خان یوسفزی
د خیبر پښتونخوا د پولیسو عمومي قوماندان اکبر خان هوتي وايي، پر ملالې یوسفزۍ د برید پلان په افغانستان کې طرح شوی و.

نوموړي پرون له یوه پاکستاني تلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې برید ګر له افغانستانه باجوړ او بیا سوات ته داخل شوی وو.

تر نوموړي وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک په پيښور کې خبريالانو ته وویل، چې بریدګر پيژندل شوی، خو د هوتي د ادعا په باب يې څه ونه ویل.

د دغو عالي رتبه دولتي مقاماتو تر څرګندونو څو ساعته وروسته د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر او د صوبايي حکومت ویاند میا افتخار حسین بیا یوې خبري ناستې ته په وینا کې وویل، صوبايي حکومت به هر هغه چاته چې د بریدګرو د هویت په باب معلومات ورکړي، لس میلیونه کلداري نقدي جایزه ورکړي.

د پاکستاني مقاماتو د دغو ضد و نقیض ادعا په باب په پيښور کې د ازادۍ راډيو خبريال مجیب الرحمان انګار د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له ایالتي مشر مختیار خان یوسفزي سره مرکه کړې او په پيل کې يې په دې باب د هغه نظر پوښتلی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:08 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG