د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

افغان سازيان له تاري الو شرنګ باسي


افغان سازيان د افغاني ساز مشهورې تاري الې، رباب، تنبور، دمبوره، دوتار او سيتار يادوي، دوی وايی، دغه ټولې اصيلي افغاني الې دي او ځينې لکه تنبور او رباب، زر، دوه زره کاله سابقه لري.

په افغاني ولسي ساز ډله کې د نورو الو تر څنګ رباب او تنبور حتمي دي، افغان سازيانو په دې وروستو کې پر دغو دو الو له فني او تخنيکي اړخه ځينې کارونه هم کړي دي، څو کاله له مخه افغان ګيتار غږونکي خالد ارمان، رباب ته نورې پردې ور زياتې کړې او افغان موسيقار ښاغلي غلام رسول عزيز د تنبور کاسه بدله او څلور نوی غوږۍ يې ورته جوړې کړې او همدا راز د دوتار تارونه يې ډېر کړل.

ښاغلي عزيز، چې له پنځوسو کلونو راهیسې تاري الې غږوي د خپلو نويو کارونو په لړ کې څو مياشتې له مخه د (سورايلې) په نوم نوې تارې اله هم سازه کړه.

دا، چې دا اله به څنګه جوړه وي څه وړ به شرنګېږي، کومې الې ته ورته ده په اړه يې خپرونه واورئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:02 0:00
مستقیم لېنک

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:14:02 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG