د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۶

"په لویو لارو کې ترافیکي پېښې درې عوامل لري"


په راپور کې مو په غزني ولايت کې د تېلو له يوه ټانکر سره د یوه مسافروړونکي بس د ټکر د پېښې جزییات اورېدل. په دې پېښه کې د پنځوسو په شاوخوا کې افغانان مړه شوي دي.

په تېرو څه باندې لسو کلونو کې په ټول هېواد کې د زرګونه کیلومټر سړکونو له جوړېدو وروسته په ترافیکي پېښو او له دې وجې د خلکو په مرګ ژوبله کې هم زیاتوالی راغلی.

ځینې کارپوهان فکر کوي، چې له پخو سړکونو او ترافیکي قوانینو سره نابلدي او د دې تر څنګ د سړکونو په وقایه او مراقبت کې د چارواکو نه پاملرنه، په ترافیکي پېښو کې د خلکو د زیاتې مرګ ژوبلې اصلي عوامل دي.

خو راځئ واورو، چې په دې اړه د ولسي جرګې د مواصلاتو د کمیټې د مشر ډاکټر عبیدالله کلیمزي نظر څه دی. له ښاغلي کلمیزي سره دا مرکه احمدتکل کړې ده:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:54 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG