د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

پر بهرنیو پوځیانو د افغان سرتیرو له خوا د حملو د مخنیوي لپاره رسالې چاپ شوي


د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي هڅه کوي، د ملي اردو سرتېرو ته په یولړ لارښوونو کې چې اوس اوس د رسالې په بڼه چاپ شوې؛ د افغانانو او بهرنیانو ترمینځ کلتوري توپیرونه وروښيي.

په دې نوي لارښود کې دفاع وزارت، افغان سرتېرو ته سپارښتنه کوي، چې د نړیوالو پوځیانو سلوک او چلند که څه هم د دوی له دود او دستور سره توپیر لري؛ خو هدف یې د دوی سپکاوی نه دی بلکې دا د هغو د کلتور یوه برخه ده.

د دفاع وزارت په لارښود کې د افغان او نړیوالو پوځیانو ترمینځ د کلتوري توپیرونو یادونه شوې.

په دې پامفلټونو یا رسالو کې افغان سرتېرو ته ویل شوي؛ چې مثلاً که کوم بهرنی سرتېری یې د مهربانۍ له مخې پرشا لاس راکاږي؛ یا یې د مېرمنې حال پوښتي، نو بده دې نه مني، ځکه د هغه هدف سپکاوی نه بلکې کلتور یې همداسې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت او د ناټو د غړو هېوادونو مشرانو د افغان سرتېرو له خوا پر بهرنیو پوځیانو د حملو پر زیاتېدو سخته اندېښنه ښودلې.

په دې حملو کې یوازې سږکال د ملي اردو او پولیسو د سرتېرو له خوا ۴۵ او تېرکال ۳۵ بهرني پوځیان چې د دوی روزنه کوي وژل شوي دي.

د ناټو چارواکي د دې حملو له څلورو د یوې برخې پړه پر وسله والو طالبانو اچوي؛ وايي چې د نورو ټولو پاتې حملو علت شخصي مسایل او ناوړه تفاهم دی.

د رسالې په یوه برخه کې راغلي، حتی کوچني کلتوري توپیرونه کله ناکله د افغان او بهرنیو پوځیانو ترمینځ د ناوړه تفاهم او شخړو باعث کېږي او ځکه افغان سرتېرو ته ویل شوي؛ چې که یو بهرنی سرتېری په غوسه وي، نو دوی باید تر هغه وخته چې وضعیت بېرته عادي کېږي له یوبل څخه لیرې وي.

په بل ځای کې یې لیکل شوي، که د نړیوال ايتلاف یو عسکر ستاسو د کورنۍ د یوې ښځينه د حال پوښتنه کوي، نو دوی له تا سره یوازې ملګرتیا غواړي، دا ځان ته سپکاوی مه ګڼه، بلکې پوه یې کړه؛ چې د افغانانو په دود، دستور کې خلک یو د بل د ښځو حال نه پوښتي.

پوځي کارپوهان وايي، غوره به دا وي چې د افغان سرتېرو پرځای نړیوالو پوځیانو ته د دې کلتوري حساسیتونو په اړه معلومات ورکړل شي.

د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو چارواکي وايي، چې بهرنیانو ته هم د دې کلتوري توپیرونو په اړه لارښوونې کېږي. په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندانۍ مرستیال ډګرجنرال ″ادریان براډشو″ General Adrian Bradshaw وايي؛ چې په دې اړه د افغان پوځ د مذهبي چارو د سلاکارانو نظر پوښتل کېږي. جنرال براډشو وايي، موږ د داسې یوه چاپېریال په حساسیتونو خبر یو؛ چې هلته د ویاړ او ننګ خبره ده، خو نوموړي زیاته کړه، چې د دې ډول حملو د علت په اړه ډېر معلومات ځکه نشته؛ چې بریدکوونکي سرتېري اکثراً له حملې وروسته وژل شوي او دوی ته دا فرصت تراوسه په لاس نه دی ورغلی؛ چې له هغو څخه د پېښې د علت پوښتنه وکړي.

پر مېز له بوټ سره پښه ایښودل، د پوزې سوڼ کول، سترګک وهل او ځینې نور، چې د لویدیځوالو لپاره عادي حرکات دي، هغه مثالونه بلل شوي، چې ویل کېږي، افغانان سخت په غوسه کوي.

رویټرز خبري آژانس د دفاع وزارت د ویاند جنرال ظاهرعظیمي له قوله لیکي؛ چې وايي، یاده شوې رساله د ملي اردو د سرتېرو لپاره برابره شوې ده. د ملي اردو د ۱۹۰ زره او د پولیسو د یونیم لک کسیز ځواک روزنه د ناټو په مشرۍ نړیوال پوځیان کوي.
XS
SM
MD
LG