د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

په ګرمیسر ولایتونو کې د ښوونځيو ستونزې


په داسې حال کې چې د چهارشنبې په ورځ د هېواد په اتو ګرمسیرو ولایتونو کې د۱۳۹۱ کال تعلیمي کال پیلیږي، خو د پوهنې سیمه ییز چارواکي وايي چې د ښوونځیو تړل، د کتابونو او مسلکي ښوونکو نشتوالی او د ښوونځیو لپاره د تعمیرونو نه درلودل، هغه ستونزې دي چې دوي اوس هم ورسره لاس او ګریوان دي.

د کندهار د پوهنې رئیس وايي، دغه ولایت په تشکیل کې ۴۵۰ ښوونځي لري، خو سل یې لا هم د ناامنیو له امله تړلي پاتې دي.

شیراقا صافۍ وايي، چې تیر کال د شلو تړل شویو ښوونځیو په بیرته پرانیستلو بریالي شول او پوهنې په برخې کې ځینې نورې ستونزې هم راکمې شوي، خو بیخې له منځه نه دي تللې:

"موږ له ډېرو ستونزو، مشکلاتو او چلندونو سره مخامخ یو، چې د هغې له جملې څخه د مسلکي ښوونکي او ودانیو نه شتون دی، د لوازمو او اجناسو په برخه کې هم ستونزې لرو، لا هم په ځینو ولسوالیو کې زموږ د سلو په شاه خوا کې ښوونځي تړلي دي."

هغه زیاته کړه، ښوونځي مو پوره تعمیرونه نه لري مسلکي ښوونکو کمبود دې او همدرانګه کتابونه ورته پوره نه نه دي رسېدلي.

بل خوا د ننګرهار چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې سږ کال یوه بنده ښوونځۍ هم نه لري.

د دې ولایت د پوهنې ویاند محمد اصف شینواری وايي، چې تر نهم ټولګي پورې ورته پوره کتابونه رسېدلي، خو له هغه په پورته ټولګيو کې کتابونه کم دي:

"د تودو سیمو لپاره یولک اوو اتیا زره ټوکه کتابونه اړتیا دی، په دې کې اته شپیته زره کتابونه راغلي دي، چې موږ دغه د ولسیوالیو د پوهنې مدیریتونو ته رسولي دي، زما د معلوماتو له مخې پاتې نور کتابونه به په دوو دریو ورځو کې جلال اباد ته راوسیږي، موږ امیداره یو، چې د نوي ښوونیز کال د پیل سره سم دغه کتابونه زده کوونکو ته ورسوو."

هغه زیاته کړه، سږ کال د دې ولایت په ۱۱ ولسوالیو کې د ګرمسیرو سیمو ښوونځیو کې د نوي تعلیمي سیسټم کتابونه ویشل کیږي.

د پوهنې وزارت چارواکي مني، چې د ګرمسیر ولایتونو په ښوونځیو کې ځیني ستونزې شته هغوي وايي، هڅه به وکړي چې د کال تر پایه دغه ستونزې حل کړي.

د دې وزارت ویاند امان الله ایمان ازادۍ راډیوته وویل، له هر ولایت څخه د اړتیا وړ کتابونو احصایه اخیستې او پراساس یې سږ کال ۴۶ میلیونه نوي کتابونه چاپ کړي:

"د کال په پای کې موږ ۴۶ میلیونه کتابونه چاپ درلودل، همدا کتابونه د زده کوونکو د اړتیاوو په اساس چاپ شوي دي، له هر ولایت د پوهنې ریاست نه مود د ضرورت احصایه اخیستي ده، د هر ښوونځي د اړتیا په اساس مو کتابونه استولي دي.

اما په جزي توګه ځینې شکایتونه موږ ته هم را رسېدلي دي دغه شکایتونه خدای مه کړه، د دې معني نه لري چې خدای مکړه زده کوونکي ته کتاب نه دی رسېدلی کتابونه موږ لرو او رسولی مودي امیدواره یو چې نور کتابونه موهم په څو ورځو کې راوسېږي چې باقي کمبوتات رفعه کړو."


هغه زیاته کړه، کله چې یو کتاب چاپیږي، نو د عمر اندازه یې ۳ کاله وي، خو په ځینو ښوونځیو کې ستونزې شته چې زده کونکي کتاب بیرته ادارې ته نه سپاري نو ځکه د کتابونو له کمبود سره مخامخ یو.

په ګرمسرو ولایتونو کې د نوي تعليمي کال له شروع سره ستونزې په داسې حال کې یادیږي، چې یوه اونۍ وړاندې د پوهنې وزیر هیله وښودله، چې په تر ۲۰۱۴ کال پورې به په ټول هېواد کې تړل شوي ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانیستل شوي ټول ښوونځي به مسلکي ښوونکي او تعمیرونه ولري.

خو یو شمیر کتوونکي د دغو ژمنو عمل کېدل ستونزمن بولي، په ځانګړې توګه که د وسلوالو له خوا ګواښونه او ناامنۍ دوام وکړي نو لا به هم ډیر شمیر ماشومان بې تعلیمه پاتې شي.

راپور: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG