د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

ادم تامسون: په افغانستان کې طالبان بيرته نه شي واکمنېداى


په پاکستان کې د بريتانيا سفير ادم تامسون ويلي، چې افغانانو د طالبانو د واکمنۍ ظلمونه لا نه دي هېر کړي، که طالبان بيا هم حاکم شي نو دا به نه يواځې د افغانستان، بلکې د پاکستان لپاره به هم يو بد خبر وي.

نوموړي ويلي، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ په ځپلو او د سولې په ټينګښت کې د پاکستان رول ډېر مهم دى. بريتانوي سفير تامسون دغه څرګندونې له يوه شخصي پاکستاني ټلويزون سره کړې دي.

په پاکستان کې د بريتانيا سفير ادم تامسون د يکشنبې په ورځ د ((دنيا)) په نامه د پاکستان له يوه شخصي ټلويزون سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې هېواد يې له کلونو راهيسې په نړېواله او سيمه ييزه کچه دا هڅه کوي چې په افغانستان کې له مخالفينو سره د جګړې پر ځاى يو سياسي حل ولټوي، خو دا چې بيا هم په تېرو لسو کلونو کې ولې د بريتانيا هېواد دومره پوځيان، ملکي افغانان او افغان سرتېري و وژل شول، په ځواب کې ښاغلى ادم تامسون وايي:

"زه فکر کوم دا يواځې يو احساس نه دى، بلکې دا د ترهګرۍ او بې ثباتۍ په وړاندې زموږ تجربه ده او دا زموږ د پخواني صدراعظم ټوني بلېر هڅې دي، چې د ډېر ستونځمن او اوږده سياسي ثبات پروسه يې پر مخ بوته، زه داسې ګومان نه کوم چې دا احساس دې په افغانستان کې عملي نه شي"

تامسون د پاکستاني ژورناليست د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسې، خو په افغانستان کې لس کاله د ترهګرۍ په ضد جګړه وکړه، خو بيا هم ولې له ماتې سره مخامخ ياست، داسې وويل:

"زه فکر کوم، موږ په افغانستان کې ماتې نه ده خوړلې او دا سل په سلو کې د ترهګرۍ په ضد جګړه نه ده او نه د افغانستان شخړو له پوځي لارې هوارېداى شي، بلکې موږ غواړو چې افغان حکومت په مرکزي او ولايتي کچه د دې وړ شي چې خپلې چارې په خپله په ښه توګه تر سره کړي او په دې برخه کې ښه ډېر کار شوى هم دى."

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ويل کېږي، د افغانستان قريباً اويا فيصده خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده، ايا دا خبره څومره واقعيت لري، ښاغلي ادم تامسون يې په ځواب کې وويل:

"زه فکر کوم له دې خبرې سره اختلاف کېداى شي، افغانان پوهېږي چې د افغانستان ميداني او ښاري سيمې د چا تر واک لاندې دي، خو زما په خيال مهمه خبره دا ده چې افغاني طالبانو مذاکراتو ته زړه ښه کړى، موږ ګورو چې افغان ملي اردو- له هغه وروسته چې د ځينو ولايتونو امنيتي چارې له بهرنيو ځواکونو دوي ته سپارل شوي- خپلې امنيتي چارې په ډېره ښه توګه پر مخ بيايي او دا د پاکستان لپاره هم يو ښه زېرى دى، ځکه که د پولې هغې غاړه ته بشپړ امنيت نه وي، نو پاکستان به هم د يوه خوندي سرحد تصور ونه کړي، نو موږ به خپلو پاکستاني وروڼو ته شاباسى ووايو، چې دوي بايد په افغانستان کې ټول مثبت کارونه وستايي."

په پاکستان کې په حکومت او اپوزيسون کې اوس هم ډېرى ګوندونه په رسنيو او ځانګړو غونډو کې تل وايي، چې امريکا او د ايساف ځواکونه په افغانستان کې له ماتې سره مخامخ دي او طالبان به بيرته واک تر لاسه کړي او تر ډېره دا اندېښنه له عامو خلکو سره هم شته.

له بريتانوي سفيره همدا پوښتنه وشوه، چې ايا وسلوال طالبان خو به په افغانستان يا پاکستان کې واک ته نه رسېږي، دۀ وويل:

"نه، زه فکر کوم داسې نه ده، که موږ په افغانستان کې سياسي روغې جوړې لپاره جدي يو، نو د افغانستان ټولې برخې بايد په دې کې شاملې کړاى شي.

افغانانو ډېره موده طالبان و زغمل او اوس يې هم زغمي، د طالبانو له ناسمو اعمالو هغوى اوس هم اغېزمن دي، ګڼ شمېر عام خلک د طالبانو په بريدونو کې و وژل شول.

زه نه وايم، چې افغانان تر پاکستاني وروڼو ښه پېژنم، خو زه کلک باور لرم چې طالبان به بيرته په افغانستان کې واک ته ونه رسېږي او دا د پاکستان لپاره هم ښه خبره ده، ځکه دا به د پاکستان غوندې يوه پرمخ تلونکي هېواد لپاره هم ښه نه وي چې په څنګلوري هېواد کې يې بيا طالبان ځواکمن شي، دا پر پاکستان هم ناوړه اغېز لرلاى شي ځکه کېداى شي هغوي پاکستان ته هم را داخل شي."


د پاکستان په قبايلي سيمو کې د بهرنيو تروريستانو پر پناه ځايونو باندې د امريکا د بې پيلوټه جاسوسي الوتکو د بريدونو په اړه له بريتانوي سفير و پوښتيل شول، چې ايا د بريتانيا حکومت د دغو بريدونو ملاتړ کوي او غواړي چي دا همداسې دوام ولري که څنګه، ښاغلي تامسون يې په ځواب کې وويل:

"زه له دې موضوع سره ډېره علاقه نه لرم، زه فکر کوم دا د پاکستان او امريکا تر منځ ستونځه ده، چې بايد حل شي، زه دومره ويلاى شم چې بريتانيا ته دا مهمه ده چې د پاکستان او امريکا تر منځ اړيکي د خرابېدو پر ځاى بايد ښې او دوامداره و اوسي، ځکه د دوي تر منځ خرابې اړيکي د هيچا په ګټه هم نه دي او په حقيقت کې پخپله پاکستان بايد په دې پوه شي چې پاکستان په نړېواله کچه له څه ډول خطرونو سره مخامخ دى."

په بلوچستان کې د خپلواکي غوښتونکيو سازمانونو د فعاليت په اړه د ((دنيا)) ټلويزون ژورناليست له بريتانوي سفيره وپوښتل، چې ګواکې د پاکستان حکومت بريتانيا ته د جلاوطنه بلوڅو سياسي مشرانو يو ليست هم ورکړى او تور لګوي چې د بريتانيې استخباراتي کړۍ د دغو جلاوطنه بلوڅانو رهبري کوي، ښاغلي تامسون يې په ځواب کې وويل:

"نه، په تاصف سره به ووايم چي دا ډېره ناسم نظر دى، په بريتانيا کې هر ډول خلک اوسېږي، خو چاته د سياسي فعاليت اجازه نه ورکوو، موږ په تېر وخت کې د پاکستان د حکومت د دا ډول شکايتونو د لرې کولو لپاره ګامونه پورته کړي، خو دا فکر چي ګواکې موږ د پاکستان د بېلتونپالو ملاتړ کوو، يو ناسم فکر دى، ځکه موږ په دې نظر يو چي پاکستان بايد يو مستقل او باثباته هېواد و اوسي، نو موږ به يې ولې د تجزيه کېدو ملاتړي يو"

ښاغلي ادم تامسون وويل، بريتانيا تر ٢٠١٤م کاله پورې چې پوځونه يې په افغانستان کې وي، د پولي دواړو غاړو ته به د اقتصادي پرمختګ، سياسي روغې جوړې او د سولې او ثبات لپاره له ډيپلوماټيکې لارې کار کوي.

راپور:- بارکوال مياخېل- پاکستان
XS
SM
MD
LG