د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۴

د افغانستان د فضايي حریم عبوري عواید دوه چند زیات شوي


د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند ننګیالی قلاتوال.
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند ننګیالی قلاتوال.
د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، چې په شپږویشت ولایتونو کې د نویو آنټنونو او دستګاوو په نصبولو سره د دغه هېواد د فضایي حریم عبوري عواید زیات شوي دي.

د دغه وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې افغانستان تیرکال له خپل هوایي حریم څخه د الوتکو د تګ راتګ له لارې شا و خوا شپیته میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.


دغه نوي آنتنونه او دستګاوې چې سږکال د جرمني او اسټرالیا په مرسته په شپږ ویشتو ولایتونو کې نصب شوي د دې وس لري؛ چې بهرنیو الوتنو ته مسیر وټاکي او د الوتکو بیړنیو ناستو ته زمینه برابره کړي.

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند ننګیالي قلاتوال ازادي راډیو ته وویل؛ چې د دغو آنتنونو په نصبولو سره د هیواد د فضایي حریم عبوري عواید دوه برابره زیات شوي دي.

"اوس چې د افغانستان له فضا څخه هره الوتکه تیریږي؛ موږ کولای شو، چې د هغې ټولې ځانګړتیاوې معلومې کړو، کولای شو، خط سیر ورته وټآکو.

له موږ سره په رادارونو، ټاورونو او نورو دستګاو کې بهرنیان مرسته کوي؛ خو وزارت دا هوډ لري، چې په دې برخه کې خپل مسلکي کدرونه ولري.

په دې برخه کې کار په جدیت سره روان دی، له دغو دستګاوو څخه مخکې موږ په اونۍ کې دوه سوه پروازونه درلودل؛ اوس په اونۍ کې څلور سوه پروازه لرو."


د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، چې افغانستان تیرکال د خپل فضایي حریم له حق العبور څخه کابو شپیته میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي دي.

له دې وړاندې داسې راپورونه موجود وو؛ چې د افغانستان د فضایي حریم عبوري عواید د ایساف او افغان حکومت ترمنځ ویشل کیږي؛ خو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، چې له فضایي حریم څخه لاسته راغلې پیسې د "آیاتا" نړیوال سازمان له لارې د افغانستان بودجې ته لیږدول کیږي.

یو شمیر اقتصادی کارپوهان هم د هیواد د پرمختګ لپاره د فضایي حریم عبوري عواید ګټور بولي؛ خو هغه په دې شرط چې د دولت بودیجې ته له لیږدولو مخکې د فساد ښکار نه شي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد تاج محمد اکبر په دې اړه وایي، چې دغه عواید باید د خاصو کسانو جیبونو ته ولاړ نشي‎."

"ټول لګښتونه باید داسې وشي، چې ښه نتیجه لاسته راوړي، نه دا چې دغه عواید د ځینو خاصو کسانو جیبونو ته ولاړ شي.

ترڅو چې خپله افغانان او د دې برخه کارکونکي متعهد او حساب ورکوونکي نه اوسي، زه فکر نه کوم چې نړیواله ټولنه او دغه وسایل به شفافیت رامنځ ته کړي."


د افغانستان له فضایي حریم څخه ټولې تیریدونکې الوتکې له کورنیو دستګاوو سربیره د آیاتا په نوم د یوه نړیوال سازمان له خوا کنټرول او څارل کیږي او د کال په پای کې دغه سازمان ټول عواید د افغان حکومت بودیجې ته لیږدوي.

له دې وړاندې داسې انتقادونه موجود وو چې له فضایي حق العبور څخه لاس ته راغلې پیسې د یوه کس بانکي حساب او یاهم یوې ځانګړې کمپنۍ ته لیږدول کیدې خو ویل کیږي؛ چې د نوو آنتنونو او دستګاوو په نصبولو سره د دغې لارې ټولې پیسې افغان حکومت ته سپارل کیږي.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG