د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

"ښاغلې نبیل د سیاسي توطیې ښکار شو"


که څه هم د ولسي جرګې غړي د ملي امنیت د ریس ګوښه کیدل د سیمې د استخباراتو په لمسون بولي، خو د ولسمشر دفتر بیا وایي، چې دا کار د نوې تګلارې له مخې شوې، چې یو کس له دوو کلونو څخه د زیاتې مودې لپاره د دې ادارې د مشر په توګه نشي پاتی کیدای.

د ارګ ماڼۍ په اعلامیه کې ویل شوي، چې ولسمشر کرزي نن په یوه ځانګړې غونډه کې دا پریکړه وکړه او د هغه دوه کلن خدمات یي وستایل.

خو د ولسي جرګې ځینو غړو د ولسمشر په دې پریکړې سخت غبرګون وښود او ویي ویل، چې ښاغلې نبیل د سیاسي توطعې ښکار شوې.

د دې جرګې دوو غړو شیرولي وردګ او فرخنده زهره نادري په دې اړه خپل غبرګون داسې څرګند کړ:

"باید هیر نکړو، چې ښاغلې نبیل یو له هغو کسانو څخه دې، چې له پردیو استخباراتو سره یی عملا په میدان کې مقابله کوله، خو په مقابل کې د دې پر ځای، چې د ملي شورا له خوا وستایلې شي، له کاره ګوښه کیږي. ممکن بیا ورته د غازي امان الله خان میډال ورکړي او ورته ووایی، چې مننه."

د ولسمشر کرزي له خوا دا اقدام په داسې حال کې شوې، چې د افغان کابینې دوه مهم غړي د کورنیو چارو او دفاع وزیران اوس اوس د ولسي جرګې له خوا صلب صلاحیت شول.

د ولسي جرګې یو اساسي انتقاد هم دا وو، چې په داسې حساسو شرایطو کې د ښاغلي نبیل ګوښه کول مناسب نه وو او ولسمشر باید دوي ته ځواب ووایي.

له بل لوري د ملي امنیت ځینو سرچینو هم مخکې ویلي وو، چې د ښاغلي نبیل د ګوښه کولو لپاره د ایران او پاکستان له خوا زیات فشارونه موجود وو.

افغان کتونکې احمد سعیدي هم دا تاییدوی او وایي، چې رحمت اله نبیل په ځانګړې ډول د پاکستان له فشارونو له کبله ګوښه شوې.

نبیل په تیرو لسو کلونو کې د ملي امنیت لومړنې مشر وو، چې د پاکستان د لاس وهنو ترڅنګ یی د ایران له ورانکارو فعالیتونو څخه هم پرده پورته کړه او توانیدلې وو، چې د ولسي جرګې بشپړ ملاتړ خپل کړي.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې ویل شوي، چې افغان ولسمشر پریکړه کړې، چې ښاغلې نبیل په یو بهرني هیواد کې د سفیر په توګه وټاکي.

که څه هم د جمهوري ریاست په اعلامیه کې دا ندي ویل شوي، چې د ملي امنیت لپاره بل څوک نومول شوې او که نه، خو ځینې سرچینې وایی، چې د قومونو او قبایلو چارو وزیر اسداله خالد ممکن دې پوسټ ته یو کاندید وي.
XS
SM
MD
LG