د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

هلمند: طالب وسله والو د دوو ښځو په ګډون ۱۷ ملکیان اعدام كړل


د هلمند ولايت په موسی كلا ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ولسي وكړو يوه اولس كسيزه ډله چې دوه ښځې هم په کې شاملې وي؛ اعدام كړي ده او د ټولو له تنو يې سرونه جلا كړي. كه څه هم تراوسه د دې اولسو كسانو د اعدام اړه وسله والو طالبانو رسنيوته څه نه دي ويلي؛ خو دولتي چارواکي وايي، تيرشپه طالبانو د هغه اولسي بانډار پرمهال راټول شوي اولس تنه وژلي دي؛ چې د موسی كلا ولسوالۍ په روشنايي كلي کې جوړ شوى و.

د موسی كلا ولسوال نعمت الله صميم ازادۍ راډيو ته وويل، طآلبانو د جاپاني په نوم د موسيقي د بانډار پنځلس نارينه چې دوه ښځې ورته رخصيدلې وژلي دي.

خو د موسيقۍ د كنسرت خبره د هلمند د والي وياند داود احمدي رد كړه او ويې ويل؛ د موسی كلا ولسوالي په روشنايي كلي کې د طالبانو له لوري وژل شوي ټول كسان ملکیايان او د دولت پلويان دي. هغه وويل، طالبانو په دې ټولو كسانو د جاسوسۍ دشك ترڅنګ د دولت سره د مرستې ادعا كړې ده.

د دغه دوو دولتي چارواكو د ضد او نقيض نظرونو په اړه مو د موسی كلا په ولسوالۍ کې د ملکي كسانو سره خبري ونه سوي ځكه دولتي چارواکي وايي؛ په سيمه کې وسله وال طالبان خورا نفوذ لري او په دغه كلي کې چې اولس ملکي كسان وژل شوي دي د ټليفون مزي هم كار نه كوي.

بل پلو د هلمند په واشير ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ملي اوردو پريوه نظامي پوسته بريد كړی دی، د ملي اوردو لس سرتيري يې وژلي دي او څلورنور په دې نښته کې ټپيان شوي دي.

د هلمند دوالي وياند داود احمدي وايي، پيښه تيره شپه رامنځته شوې ده، خو دا چې د ملي اوردو دغه لس تنه سرتيري چا وژلي دي. په دې اړه تحقيقات روان دي.

احمدي وايي، کېدای شي دا كار د يوې داخلي دسيسې له مخې شوى وي.

د واشير ولسوالۍ د ګورازان د كلي يوه اوسيدونکي، چې د نوم له ښودلو څخه يې ډډه كوله، ازادۍ راډيو ته وويل، د ګرازان د خرتوت په سيمه کې د ملي اوردو پر پوسته تيره شپه طالبانو بريد كړى دى او په هغه نښته کې چې ساعتونه يې دوام وكړ؛ لس تنه د ملي اوردو سرتیري وژل شوي څلور ټپيان دي او پنځه تنه يې چې دولتي چارواکي وايي؛ طالبانو له ځان سره بیولي دي؛ د نښتې پرمهال تښتيدلي دي.

هغه وويل، په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.

طالبانو خپل لور ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو قاري يوسف احمدي دازادۍ راډيوته په يوه ليكل شوي ټليفيوني پيغام کې ليكلي دي؛ چې د ملي ارودو شپاړس تنه يې وژلي او د هغوی شپاړس ميله امريكايي توپك او نور توکي يې هم د ځان سره وړي دي.

د هلمند ولايت امنيت چې په دې وروستيو کې نسبي ټنګ شوى و؛ په کې امنيتي پيښې ډېرې شوي دي. كه چېرې په پلټونو کې دا پيدا شي چې د ملي اوردو لس تنه د خپل ملګري له لوري په دسيسه کې وژل شوي دي نو څه مانا وركوي؟

د پوځي چارو څارونكى بريالى وايي، كه چېرې په افغان پوځ کې د دولت د وسله والو مخاليفينو نفوذي كسان او د هغه تاثير كم نه شي تر دې خونړۍ پيښه هم رامنځته کېداى شي.

هغه وويل، دا ډول پيښي په افغان سرتيرو کې خپل منځي باور او اعتماد له منځه وړي.

دوه ورځې وړاندې د هلمند ولايت په بيلا بيلو سيمو کې د وسله والو طالبانو د دریيو قوماندانانو په شمول دولس تنه وژل شوي او ګن شمير نور يې ټپيان شوي دي. د روژې په مياشت کې هم په واشير ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د ملي اوردو اته تنه په يوساعته نښته کې ووژل او ګڼ نور يې ټپيان كړل.
XS
SM
MD
LG