د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

د امریکا په انتخاباتي مبارزو به دوه میلیارده او پینځه سوه میلونه ډالره ولګیږي


که څه هم چې د امریکا د سیاسي مبارزو په لړ کې تل پیسو خپل اثر لرلی، خو سږ کال به په انتخاباتي مبارزو کې ډیر څرګند رول ولري.

په امریکا کې د سیاسي مطالعاتو یو مرکز چې (Responsive Politics) ریسپو نسیو پولیتکتس نومیږي وایي، په دې انتخاباتو کې چې دیموکرات جمهور ریس بارک اوباما له جمهوري غوښتونکي کاندید میت رامني سره سیالي کوي، ورباندې به دوه میلیارده او پینځه سوه میلیونه ډالره لګښت راشي.

دا مرکز د انتخاباتي مبارزې لپاره د مرستو پر راټولولو او لګښتونو څارنه کوي، د سږ کال د انتخاباتي مبارزې لګښت د دوه زره اتم کال په پرتله چې په کې یو ملیارده او اوه سوه میلیونه ډالره پرې لګیدلی وې، اته سوه میلونه ډالره زیات دی.

که دې لګښت ته وکتل شي نو د دوه زره څلورم کال پر انتخاباتو د لګیدلو پیسو درې برابره او د دوه زره دویم کال پینځه چنده دي.

د متحد ایالاتو په انتخاباتو کې د لګښتونو اندازه له هغه مهاله مخ په زیاتیدو شوه، چې دوه کاله مخکې د امریکا سترې محکمې له جنجاله ډکو بحثونو په ترڅ کې هغه خنډ لري کړ چې له مودو راهیسی په متحد ایالاتو کې د انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې یي لګښتونه محدودل.

هغه څه چې اوس ترسترګو کیږي دا دي چې په انتخاباتو کې دواړو خواوې د مخ په زیاتیدونکي فشارلاندې دي او هڅه کوي چې د انتخاتاتي مبارزې په ترڅ کې لګښتونه ډیرکاندي، خو تر اوسه لا روښانه نه ده چې د دې لګښتونو زیاتوالی به پر انتخاباتو کوم اثر وکړي او کنه.

که څه هم چې د جمهور ریس اباما سیال، مت رامني د تیر جولای په میاشت کې د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې ډیر لګښت کړی وو، خو بیا هم نظر پوښتنو وښودل، چې جمهور ریس اوباما تر هغه مخکې وو.

خو په عمومي توګه جمهور ریس اوباما د مت رامني په پرتله د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کې ډیر لګښت کړی، خو سیاسي کتونکي وايي، چې د انتخاباتي مبارزې لپاره په پاتي څو راتلونکو اونیو کې به مت رامني ډیرې پیسي ولګوي.

وی وی کانواک چې د ریسپانسیو پولتیکس (Responsive Politics ) د مطالعاتو د مرکز یوه کارپوهه ده، که څه هم چې په انتخاباتي مبارزې کې د لګښتونو پر ارزښت ټینګار کوي، خو بیا هم لګښت د رایي ورکونکو د ملاتړ عمده عامل نه بولي:

((پیسې په رښتیا مهمې دي که داسی نه وای په انتخاباتو کې کاندیدو کسانو به د پیسو د تر لاسه کولو لپاره دومره وخت نه ضایع کاوه.))

میرمن نواک زیاتوي، که څه هم چې د انتخاباتي مبارزې لپاره سږنی لګښت بې ساری دی، خو د ډیرو پیسو لګښت به د ډیرو رایو تر لاسه کولو ته لاره هواره نه کړي.

هغه وايي، ډیرڅه شته چې د انتخاباتو پر نتیجو به اغیز وکړي ځکه چې خپله د کاندیدانو او د انتخاباتو په ارتباط شاوخوا ډیر نور مسایل شته، خو په هرحال په ډیرو لګښتونو به کاندیدان وکړای شي، چې په ښه توګه خپل پیغام خلکو ته ورسوي.

په دې انتخاباتو کې د ډیرو لګښتونو یوه ښکاره نښه دا ده، چې د دوه زره اتم کال د انتخاباتي مبارزې په پرتله کاندیدان یو د بل پرضد ډیر منفي تبلغات او اعلانونه کوي.

د دوه زره اتم میلادي کال په انتخاباتو کې کاندیدانو د تبلغاتو په سلو کې نهه برخه یو د بل پر ضد منفي خبرې کړې وې، خو اوس د انتخاباتي مبارزو په لړکې کاندیدان یو د بل پرضد په سلو کې اویا منفي تبلغات کوي.
XS
SM
MD
LG